Book Name:Ameer e Ahle Sunnat Ke Ulama Se Mohabbat
پۀ خوب کښې ورته د دواړو جهانوو تاجدار، مکي مَدَني سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف راوړلو او قربان شم! محبوبِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم يوه جمله ووئيله، اوئې فرمائيل: اے ناصِرُ الدِّينه د سَبُکتِګين زويه! زما د وارث (عالمِ دِين) د خدمت پۀ وجه الله پاک تۀ بخښلے يـې۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے زما د محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔۔۔!! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د الله پاک پۀ فضل خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ژوندے هم دے، د خپل اُمَّت د حالاتو بلکې د زړۀ د خيالونو نه هم خبر دے، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته دا هم معلومه وه چې محمود غزنوي د يو عالِمِ دِين خدمت کړے دے، د هغۀ د پاره يـې عاجزي اختيار کړه، او دا ورته هم معلومه وه چې د محمود غزنوي پۀ زړۀ کښې د دريو خبرو نه د ځان خبرولو خواهش دے، نو هم پۀ يوه جمله کښې يـې درې واړه خبرې حل کړې (1): اوئې فرمائيل: اے د سَبُکتِګين زويه! د دې نه سلطان ته معلومه شوه چې زۀ واقعي چې د سَبُکتِګين زوي يم (2): بيا يـې وفرمائيل: تا زما د وارث خدمت وکړو، د دې نه هغوئي ته معلومه شوه چې عاشقانِ رسول علمائے کرام واقعي د انبياء علَيهِمُ السَّلام وارثان دي (3): بيا يـې وفرمائيل: الله پاک تۀ بخښلے يـې، د دې نه هغوئي ته معلومه شوه چې هغوئي بخښلے شوي دي۔
اُمّت کے حال سے وہ آگاہ ہر گھڑی ہیں خوابوں میں آ رہے ہیں، بگڑی بنا رہے ہیں
سُبْحٰنَ اللہ! الله پاک دې مونږ ته هم د عِلم والؤ سره د محبت کولو او د هغوئي د مدد کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
د شام د عالِم سره د محبت ځانګړے اظهار
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! يو ځل د شام ملک نه تشريف راوړي د جَامِعَہ اَلْمَغْرَبِیَّۃ دمشق