Ameer e Ahle Sunnat Ke Ulama Se Mohabbat

Book Name:Ameer e Ahle Sunnat Ke Ulama Se Mohabbat

مرحبا! اپنی خوب قسمت ہے پیر و مرشِد کی دِل میں چاہت ہے([1])

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                          صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

د بخاري د شارح رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه سره د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه  محبت

 خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! لکه څنګه چې مونږه واوريدل چې اميرِ اهلِسُنَّت          دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د علمائے کرامو سره ډير محبت کوي، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د هغوئي پۀ عزت او تعظيم کښې هيڅ کمے نۀ راولي۔

يو ځل هغوئي ته معلومه شوه چې حضرت فقيه اعظم هند حضرت علامه مولانا مفتي شريف الحق امجدي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کراچۍ ته تشريف راوړے دے، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د اهلسُنَّت علمائے کرامو سره محبت کوي ځکه چې حضرت کوم ځائے تشريف فرما وو هم هلته يـې فوراً تشريف يوړلو۔ د بخاري د شارح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره يـې ملاقات وکړو، چې تر څو پورې اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د حضرت شارح بخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ بارګاه کښې حاضر وو نو مسلسل د التحيات پۀ شکل کښې لاس پۀ نامه د ادب پۀ انداز ناست وو۔

بيا چې حضرت شارح بخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه کور ته د ورځې تشريف راوړلو نو هٰغه منظر هم د ليدلو قابل وو۔ هغوئي او موجودو اِسلامي وروڼو د هغوئي د ښپو ښکلولو سعادت حاصل کړو۔ د بخاري شارح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او د هغوئي سره راغلو اهلسُنَّت علمائے کرامو ته يـې پۀ خپلو لاسونو باندې طعام وړاندې کړو او چې کله د رخصتيدو وخت راغلو نو د علمائے کرامو پۀ تعظيم کښې ښپې ابله ښپې د هغوئي سره تر ګاډي پورې پخپله بهر راغلو۔

عطرِ سُنّت بانٹتا ہے اے مرے عطار تو                                                                                                   اہلسنت کے لئے ہے صاحِبِ شاہکار تُو


 

 



[1]... وسائلِ بخشش، صفحہ:684۔