Ameer e Ahle Sunnat Ke Ulama Se Mohabbat

Book Name:Ameer e Ahle Sunnat Ke Ulama Se Mohabbat

يعنې چې کوم خلق د الله پاک کتاب قرآنِ کريم ښائي او د دې درس ورکوي هغوئي رباني عالمان دي۔ لږ سوچ خو وکړئ چې څوک د الله پاک خاص بندګان وي، څوک چې د دِين وارثان وي، د هغوئي سره د محبت کولو پۀ ځائے پۀ هغوئي باندې تنقيد کول، خلق د هغوئي نه د لرې کولو کوشش کول او د هغوئي پۀ شان کښې ګستاخي کول څومره لوئي جرم دے، الله پاک دې مونږ ته د علمائے کرامو سره محبت کول رانصيب کړي۔ د مسلمانانو دويم خليفه حضرت عمر فاروق اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: عِلم حاصل کړئ که تاسو د دې نه عاجز يئ نو د عِلم والؤ سره محبت وکړئ، که د هغوئي سره محبت نشۍ کولے نو د هغوئي سره بعض او نفرت هم مۀ کوئ۔ ([1])

مجھ کو اے عطار سُنّی عالموں سے پیار ہے                                                          ان شاء اللہ دونوں جہاں میں میرا بیڑا پار ہے

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                          صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

پۀ علمائے کرامو باندې به يـې دعاګانې کولې

د اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه يوه ښکلې ادا دا هم ده چې هغوئي د علمائے کرامو د محبت پۀ وجه چې به د کومو پۀ بارګاه کښې حاضريدلو نو پۀ هغوئي باندې به يـې خصوصي دعاګانې کولې، هغوئي پۀ يو ځائے کښې فرمائي: د سوونو نۀ بلکې د زرګونو علمائے کرامو دعاګانې زما سره دي۔([2])

د زمانې غزالي علامه سيِّد احمد سعيد کاظمي شاه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې پۀ کومو ورځو کښې ژوندے وو۔ اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه چې به کله هم ملتان شريف ته تشريف وړلو نو د هغوئي پۀ بارګاه کښې به يـې ضرور حاضري کوله او د هغوئي نه به


 

 



[1]... طبقات کبریٰ، ذکر من جمع القرآن۔۔۔الخ، ج ۲، ص ۲۷۳۔

[2]...امیر اہلسنت کی دینی خدمات، صفحہ:325۔