Book Name:Ameer e Ahle Sunnat Ke Ulama Se Mohabbat
د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه مختصر تعارف
اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! څومره ښکلے شان دے زمونږه د اميرِ اهلسُنّت۔۔۔؟ الله پاک دې پۀ مونږ باندې د هغوئي سورے تر ډيرې مودې پورې سلامت لري۔ راځئ چې د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د مختصر تعارف نه ځان خبر کړو:
اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه پۀ 26 رَمَضَانُ المُبَارَک شريف کال 1369ھ بمطابق 12 جولائي کال 1950ء د چارشنبې [يعنې شروع] پۀ ورځ د پاکستان پۀ مشهور ښار کراچۍ کښې د ماښام نه لږ وخت مخکښې دُنيا ته تشريف راوړلو * اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه هُم د ماشومتوب نه ډير د ساده طبيعت مالِک دے، نۀ چا ته بد وائي او نۀ جګړه کوي * د دِيني رجحان پۀ وجه يـې هم پۀ زلمي توب کښې عِلم دِين حاصل کړے وو۔ هغوئي د عِلم حاصلولو پۀ ذريعو کښې کتابونه لوستل او د علمائے کرامو پۀ صحبت کښې کښيناستل اختيار کړل۔ دې لړ کښې هغوئي پرله پسې تر 22 کالو پورې د مفتئ اعظم پاکستان حضرت علامه مفتي وقار الدين قادري رضوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ صحبت کښې حاضر وو * مفتي وقارُ الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او د بخاري شارخ، مفتي شريف الحق امجدي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغوئي ته خلافت عطا کړے دے * پۀ ستمبر کال 1981ء کښې اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د عاشقانِ رسول دِيني تنظيم دعوتِ اِسلامي شروع کړو، اګر چې هغوئي مخکښې هم د نيکۍ دعوت ورکولو خو چې کله دعوتِ اِسلامي پۀ باقاعده توګه شروع شو نو د هٰغه وخت نه اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د نيکۍ د دعوت ورکولو باقاعده سلسله شروع کړه * اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه دا مَدَني مقصد اختيار کړو چې ما ته د ځان او د ټولې دُنيا د خلقو د اِصلاح کوشش کول دي بيا د دې مَدَني مقصد د پاره نۀ هغوئي ورځ ته وکتل او نۀ يـې شپې ته وکتل، پرله پسې يـې کوشش کولو، کوشش کولو، تر دې پورې چې د الله پاک کرم وشو، د خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د کرم پۀ