Ameer e Ahle Sunnat Ke Ulama Se Mohabbat

Book Name:Ameer e Ahle Sunnat Ke Ulama Se Mohabbat

پۀ تفسير صِراطُ الـجنان کښې دي: حضرت سفيان بن عيينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: دا سزا تر قيامته پورې د راتلونکي هر يو بدعتي پۀ باره کښې ده۔ حضرت اَنَس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: هر يو بدعتي به د خپل سر د پاڅه ذلت بيامومي بيا يـې دا آيت تلاوت کړو۔([1])

محفوظ سدا رکھنا شہا بے ادبوں سے                                                                                اور مجھ سے بھی سرزد نہ کبھی بے ادبی ہو

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                          صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

د علمائے کرامو سره محبت۔۔۔!! د خير علامت۔۔۔!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه به د علمائے کرامو سره د محبت څۀ وايو هغوئي فرمائي: * د عالِم دِين د پاره زما پۀ زړۀ کښې محبت او عزت دے * الله پاک دې توفيق راکړي چې مونږه عالمان جوړ شو ګنې نو چې د هغوئي سره محبت وکړو۔([2])

ياد ساتئ چې د سُني علمائے کرامو سره محبت د خير او د نيکۍ علامت دے۔ امام قُتَيبَه بن سَعيد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: اِذَا ‌رَاَيْتَ ‌الرَّجُلَ ‌يُحِبُّ ‌اَحْمَد َبْنِ حَنْبَلٍ فَاعْلَمْ اَنَّهٗ صَاحِبُ سُنَّةٍ وَجَمَاعَةٍ يعنې چې کله تۀ څوک داسې کَس ووينې کوم چې د امام احمد بن حنبل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره محبت کوي نو پوهه شۀ چې هغۀ د اهلسُنَّت و جماعت نه دے۔([3])

اللہ! اللہ! څه شان دے د علمائے کرامو چې څوک دوئي سره مَحبّت کوي نو په دُنیا او آخرت کښې سعادت شي. يو کس د وفات نه پس چا په خوب کښې وليدو نو تپوس يـې ترينه وکړو چې:  مَا فَعَلَ اللہُ بِکَ  يعنې اللہ پاک تا سره څه وفرمائيله؟ هغه اُووئيل چې زه اللہ پاک


 

 



[1]...صراط الجنان، پارہ:9، سورۂ اعراف، زیرِ آیت:152، جلد: 3، صفحہ:439۔

[2]...امیر اہلسنت کی دینی خدمات، صفحہ:325 ملتقطاً۔

[3]...الجرح و التعدیل لابن ابی حاتم، جلد:1، صفحہ:308۔