Book Name:Ameer e Ahle Sunnat Ke Ulama Se Mohabbat
پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د علمائے کرامو سره محبت
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د پينځلسمې صدۍ عظيم علمي او روحاني شخصيت، شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت، د دعوتِ اِسلامي باني، حضرت محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د علمائے کرامو سره ډير محبت کوي، د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د علمائے کرامو سره دومره محبت دے چې هغوئي فرمائي: پۀ الله پاک مې دې قَسم وي چې د دوئي نه بغير مونږ د هيڅ کار نۀ يو، چې د دوئي پۀ ښپو کښې پراتۀ يو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د نجات څۀ حل به راووځي([2]) نور فرمائي: علمائے کرامو ته زمونږه نۀ بلکې مونږ ته د علمائے کرامو ضرورت دے بلکې خپلو متعلقينو ته پۀ نصيحت کولو فرمائي: که د علمائے کرامو لَمَن مو پريښودله نو بے لارې به شئ۔([3])
ہم کو اے عطؔار سنّی عالموں سے پیار ہے اِنْ شَاءَ اللہ دو جہاں میں اپنا بیڑا پار ہے