Book Name:Ameer e Ahle Sunnat Ke Ulama Se Mohabbat
اہلسنّت مولانا حاجی عبید رضا عطاری مَدَنی دَامَتْ بَرَکَاتُھُمُ الْعَالِیَه نه يـې تپوس وکړو: ځويه! څه کوې؟ عرض يـې وکړو په جامعۃ ُالمدینہ کښې سبق وايم۔ هغوئي وفرمائيل: بچيه! سبق اووايه هر چا ته ستاسو د والد صاحب په شان علمِ لَدُنِّی نه عطا کيږي*خليفۀ مفتی اعظم ہند حضرت مُطیع الرحمن رضوی دَامَتْ بَرَکَاتُھُمُ الْعَالِیَه يو ځل د عاجزئ نه ډکو جملو کښې امیر اہلسنّت سره د خپل مَحبّت اظہار کولو کښې وفرمائيل: زه ګنهګار او مولانا الیاس قادری صاحب ډير زيات نيک انسان دے *حضرت شمسُ الہُدیٰ مصباحی دَامَتْ بَرَکَاتُھُمُ الْعَالِیَه فرمائي: که دا اووئيل شي نو مُبَالغہ به نه وي چې د فیضِ رضا نوم دے:عطّار ۔([1])
دنیا بھر میں فضلِ ربّ سے چرچے ہیں عطّار کے
بڑے بڑے گن گاتے ہیں ان کے ستھرے کردار کے
صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد
د علمائے کرامو سره به محبت څنګه نصيب کيږي
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږه د عِلم والؤ سره د محبت د فضيلت او د اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د علمائے کرامو سره د محبت پۀ باره کښې واوريدل۔ يقيناً چې زمونږه ذهن به جوړ شوے وي چې د چا مونږه مريدان يو چې هغوئي د علمائے کرامو سره دومره محبت کوي نو مونږ له هم پکار دي چې د علمائے کرامو سره محبت وکړو۔
اوس دا خبره ده چې دا محبت به زمونږه څنګه نصيب کيږي؟ ډيره اسانه طريقه ده! * څوک چې د علمائے کرامو سره محبت کوي د هغوئي صحبت اختيار کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د علمائے کرامو سره به مو محبت نصيب شي * هره هفته د هفته وارې مَدَني مذاکرې د کتلو