Book Name:Ameer e Ahle Sunnat Ke Ulama Se Mohabbat
يعنې د عالِم سره محبت دِين دے او دا محبت بنده دِين ته نزدې کوي۔([1])
اے د علمائے کرامو سره محبت کوونکو! هُم د عِلم والؤ پۀ محبت کښې د دِين او د دُنيا خير دے، که مونږ د دوئي سره محبت وکړو، دوئي ته نزدې کيږو نو د شيطانانو او د هغوئي د چلونو نه به خبر يو خو که مونږه د عِلم والؤ لمن پريښودله نو هلاک به شو، او د دې د هلاکت نقصان به مونږ ته پۀ دِين او دُنيا دواړو کښې پورته کول وي۔
د حضرت ابو درداء رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه منقول دي: هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: * پخپله عالِم جوړ شۀ * يا بيا طالبِ عِلم جوړ شۀ * د هغوئي سره محبت کوونکے جوړ شۀ * يا د هغوئي تابعدار جوړ شۀ۔ پينځم مۀ جوړيږه ګنې هلاک به شې۔ حضرت حسن رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه )چا چې د ابو درداء رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دا خبره بيان کړه د هغوئي) نه پوښتنه وکړے شوه چې هلاکيدونکے څوک دے؟ نو هغوئي وفرمائيل: هغۀ بدعتي دے۔([2])
معلومه شوه چې څوک د عِلم والؤ سره د بغض پۀ وجه محبت نۀ کوي نو هغۀ بدعتي دے او بدعتي کَس به الله پاک ذليله او رسوا کړي۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې ارشاد فرمائي:
اِنَّ الَّذِیْنَ اتَّخَذُوا الْعِجْلَ سَیَنَالُہُمْ غَضَبٌ مِّنْ رَّبِّہِمْ وَ ذِلَّۃٌ فِی الْحَیٰوۃِ الدُّنْیَا ؕ وَ کَذٰلِکَ نَجْزِی الْمُفْتَرِیْنَ (۱۵۲)
(پارہ:9، سورۀ اعراف:152)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه کومو خلقو چې سخے (معبود) جوړ کړو، نزدې ده چې هغوئي ته به د دُنيا پۀ ژوند کښې د هغوئي د رب غضب او ذِلّت رسيږي، او مونږه بُهتان [تور] لګوونکو ته هُم داسې بدله ورکوو۔