Book Name:Ameer e Ahle Sunnat Ke Ulama Se Mohabbat
اوبخښلم. تپوس يـې ترې وکړو چې اللہ پاک ته په څه وجه اوبخښلې. هغه جواب ورکړو چې د حضرت امام احمد بن حنبل سره د مَحبّت لرلو په وجه.([1])
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره محبت
اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه خو هسې د هر يو عاشقِ رسول عالِم سره محبت کوي خو د اعلیٰ حضرت، امامِ اهلِسُنَّت امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره د هغوئي محبت ډير زيات دے۔
هغوئي فرمائي: اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! هم د ماشومتوب نه مې اعلیٰ حضرت، امامِ اهلِسُنَّت امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پيژندلے وو۔ بيا چې ورو ورو څنګه شعور راتللو نو د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه محبت مې پۀ زړۀ کښې کور کولو۔ زۀ بغير د ويرې او ترديد نه دا خبره کووم چې الله پاک د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ذريعه باندې وپيژندلے شو۔ نو ما خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د امام اَحمد رضا رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ سبب وپيژندلو۔([2])
اعلیٰ حضرت سے ہمیں تو پیار ہے ان شاء اللہ اپنا بیڑا پار ہے
الله پاک د عِلم والا سره محبوب لري
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ له هم د اعلیٰ حضرت، امامِ اهلِسُنَّت امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بلکې د هر عاشقِ رسول عالِم سره محبت کول پکار دي۔ ولې به يـې نۀ کوو۔۔۔!! چې الله پاک هغوئي محبوب ساتي۔ پۀ روايت کښې راځي: الله پاک حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام ته وحي