Book Name:Ameer e Ahle Sunnat Ke Ulama Se Mohabbat
عامو مؤمِنانو نه 700 درجې اوچت وي او د هرو دوو درجو ترمينځه به 500 کاله مزل وي([1]) *هغوئي ته معلومه وي چې هم دغه خلق دي څوک چې پۀ قرآن او حديث باندې ښه پوهيږي *هغوئي ته معلومه وي چې هم دغه خلق د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام حقيقي وارثان دي *هغوئي ته معلومه ده چې د عالم فضيلت پۀ عابد باندې هم داسې دے لکه څنګه چې د څوارلسمې د سپوږمۍ فضيلت پۀ ستورو باندې دے۔
عالم کی ذات عالم انسانیت کی جاں عالم کی ذات جوہر خلقت کی ترجماں
عالم کی ذات فہم و تفہم کا آسماں عالم کی ذات حکمت معبود کا نشاں
حق ساز و حق شناس کو عالم کہا گیا اسلام کی اساس کو عالم کہا گیا
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
په اهلِ علم باندې اعتراض نه ځان ساتئ!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ له هم پکار دي چې د علمائے کرامو ادب او احترام کوو، دوئي سره محبت کوو۔ پۀ دوئي باندې اعتراض کولو نه ځان ساتو ځکه چې دا حضرات د الله پاک خوښ بندګان وي. الله پاک په قرآڼ مجيد کښې ارشاد فرمائي:
کُوْنُوْا رَبّٰنِیّٖنَ بِمَا کُنْتُمْ تُعَلِّمُوْنَ الْکِتٰبَ وَ بِمَا کُنْتُمْ تَدْرُسُوْنَ (ۙ۷۹)
(پارہ:3، سورۀ ال عمران:79)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: الله والا جوړ شئ ځکه چې تاسو د کتاب تعليم ورکوئ او ځکه چې تاسو پخپله هُم دا وايئ۔