Ameer e Ahle Sunnat Ke Ulama Se Mohabbat

Book Name:Ameer e Ahle Sunnat Ke Ulama Se Mohabbat

اَللہُ اَکْبَر! دا څومره د عاجزۍ نه ډک انداز دے۔۔۔؟؟ بلکې د دې نه زيات د دوئي دَامَتْ بَرَکَاتُھُمُ الْعَالِیَه د عاجزئ عالَم دا دے چې د دوئي په مريدانو کښې چې کوم علماء او مفتيان کرام دي د هغوئي هُم عزت کوي، هغوئي سره د محبت اظهار کوي، په مدني مذاکره کښې د هغوئي د راتلو ډير انتظار کوي، او مدني مذاکره کښې يـې ځان سره کښينوي، په مختلفو وختونو کښې هغوئي نه په مدني مذاکره کښې د تپوس شوو مسائلو په باره کښې وضاحت اخلي، بلکې يو ځل خو يـې د برکت حاصلولو د پاره د دعوت اسلامي علماء او مفتان کرام کوم چې د اميرِ اهلسنّت مريدان دي، هغوئي يـې د برکت د پاره خپل کور ته بوتلي وو.

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! څوک چې د الله پاک د پاره عاجزي کوي نو الله پاک هغه ته اوچتوالے عطا کوي. زمونږه خوږ آقا و مولا، د الله پاک اخري نبي، مکي مَدَني رسولِ هاشمي، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حق فرمائيلي دي: مَنْ ‌تَوَاضَعَ ‌لِلَّهِ رَفَعَهُ اللَّهُ  چې څوک د الله پاک د پاره عاجزي اختيار کړي الله پاک هغۀ ته اوچت والے عطا کوي۔([1])

اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه ته الله پاک داسې اوچت والے عطا کړے دے چې۔۔۔!!

دنیا بھر میں فضلِ ربّ سے چرچے ہیں عطا کے

بڑے بڑے گن گاتے ہیں ان کے ستھرے کردار کے

حضرت علامه مولانا بدر القادري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:

مَسلک کا تو اِمام ہے الیاس قادری تدبیر تیری تام ہے الیاس قادری

سنت کی خوشبوؤں سے زمانہ مَہَک اٹھا فیضان تیرا عام ہے الیاس قادری

ہے بدرِؔ رضوی بھی ترے کردار کا اَسیر اِس کا تجھے سلام ہے الیاس قادری


 

 



[1]...معجم اوسط، جلد:6، صفحہ:145، حدیث:8307۔