Ameer e Ahle Sunnat Ke Ulama Se Mohabbat

Book Name:Ameer e Ahle Sunnat Ke Ulama Se Mohabbat

مدير او د سلسله عاليه نقشبنديه عظيم بزرګ پير طريقت حضرت شيخ رجب دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه کور ته د ملاقات د پاره تشريف راوړلو۔ اميرِ اهلِسُنَّت             دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه چې څنګه د هغوئي د راتګ نه خبر شو نو فوراً يـې د کور د دويم چت نه ښپې ابلې ښپې لاندې تشريف راوړلو او پۀ دروازه کښې يـې هغوئي ته هر کلے ووئيلو او ډير د ادب پۀ انداز کښې يـې د ځان سره بره بوتللو۔ خلق حيران وو چې د پينځلسمې صدۍ عظيم علمي او روحاني شخصيت، لکونه مريدان او متعلقين چې د چا پۀ لاره کښې د عقيدت او محبت پيرزونې وړاندې کوي هغوئي د شام نه راغلي عالمان او شيوخ پۀ بره ځائے کښې کښينول او پخپله يـې عاجزي وکړه او پۀ زمکه باندې کښيناستو۔ د کښيناستو انداز يـې هم ډير د ادب وو۔۔۔!! د التحيات پۀ شکل کښې، نظر ښکته ناست وو۔

چې کله دې حضراتو د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د خوا نه تشريف وړلو نو اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه ډير د محبت اظهار وکړو او د هغوئي سره يـې مصافحه وکړه، ورغاړه وتلو، او هغوئي له يـې تحفې ورکړلې او ښپې ابله ښپې ورسره تر دروازې پورې راغلو۔([1])

تیری ہر ادا پہ پیارے مجھے کیوں  نہ پیار آئے

تو انہی کی راہ پہ لائے جنہیں  سب پہ پیار آئے

الله! الله! يقيناً چې د علمائے کرامو قدر هم هٰغه خلق کوي چا ته چې الله پاک عقلِ سليم عطا کړے وي * هغوئي ته معلومه وي چې عالِم او عام کَس برابر نۀ وي * هغوئي ته معلومه وي چې الله پاک عالمانو ته د عامو خلقو پۀ مقابله کښې اوچتې درجې عطا کړې دي۔ څومره اوچتې؟ دومره اوچتې چې حضرت عبد الله بن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُما فرمائي: علمائے کرام به د


 

 



[1]...1163 علما ئے اہلسنت کے تاثرات، صفحہ:12-13 ملخصاً۔