Book Name:Ameer e Ahle Sunnat Ke Ulama Se Mohabbat
يـې ښې ډيرې دعاګانې اخستلې۔([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د اهلسُنَّت د دغه علمائے کرامو سره محبت صرف د الله پاک د رضا د پاره وو۔
د حديثِ پاک پۀ کتاب اَبُو داؤد شريف کښې د مسلمانانو د دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، رسولِ خُدا، احمدِ مجتبیٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: بے شکه د الله پاک ځينې بندګان دي، هغوئي نبيان هم نۀ دي، شهيدان هم نۀ دي (خو د هغوئي شان داسې دے چې) د قيامت پۀ ورځ باندې به د هغوئي مقام او مرتبې ته انبيائے کرام عَلَیْهم السَّلَام او شهيدان هم د فخر پۀ نظر ګوري۔ عرض وکړے شو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! هغوئي څوک دي؟ اوئې فرمائيل: دا هٰغه خلق دي د کومو چې پۀ خپل مينځ کښي هيڅ رشته داري هم نشته، پۀ خپل مينځ کښې يـې د مال لين دين هم نشته، دوئي صرف او صرف پۀ خپل مينځ کښې د الله پاک د رضا د پاره محبت کوونکي دي۔ ([2])
او څوک چې صرف او صرف د الله پاک د رضا د پاره پۀ خپل مينځ کښي محبت کوونکي دي، د هغوئي شان څۀ دے؟ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: د هغوئي مخونه به پۀ نُور سره پړقيږي، پۀ هغوئي باندې به نُور راخور وي او هغوئي به هٰغه وخت بے ويرې وي، چې کله خلق پۀ ويره کښي وي او هغوئي به هٰغه وخت بے غمه وي، چې کله خلق غمژن وي۔ ([3])
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد