Eid Youm e Khair Khuwahi Hai

Book Name:Eid Youm e Khair Khuwahi Hai

پۀ دې مبارکو الفاظو باندې غور وکړئ!

وَ اَمَّا مَا یَنۡفَعُ النَّاسَ فَیَمۡکُثُ فِی الۡاَرۡضِ ؕ (پارہ:13 ، سورۀ رعد:17)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او هٰغه (اُوبه) کومې چې خلقو ته فائده ورکوي هغه پۀ زمکه کښې باقي اوسي۔

معلومه شوه چې څۀ فائده مند وي، کوم چې خلقو ته فائده رسوي، د هغې د حفاظت قدرتي انتظام کولے شي۔

دا حقيقت دے، وګورئ چې ٭ حضور غوثِ پاک  رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  د غريبانانو سره ښيګړه کوونکے وو، د هغوئي د دُنيا نه د تللو صدۍ تيرې شوې، نن هم د خلقو پۀ زړونو کښې د هغوئي عقيدت موجود دے، خلق وائي: زمونږه زوي پکار دے، چې زمونږه نسل مخکښي لاړ شي، زمونږه نوم پاتې شي، لږ غور وکړئ او ووايئ چې ٭ د حُضُور داتا ګنج بخش علي هجويري  رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  څومره زامن وو؟ يو هم نۀ وو خو وګورئ چې نن د زامنو والؤ پۀ قبر باندې خاورو اچولو والا هم څوک نشته، د هغوئي نخښې هم ورانې شوې دي خو اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د داتا حُضُور  رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  پۀ مزار مبارک باندې شپه ورځ فيض عام کيږي، د الله پاک پۀ عطا سره د داتا حُضُور  رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  پۀ وسيله باندې معلومه نۀ ده چې د څومره خلقو غمونه پريشانۍ لرې کيږي ٭ داسې څومره ډير کامِل اوليائے کرام دي، د هغوئي د دُنيا نه د رخصتيدو صدۍ تيرې شوې دي، ډير کلونه تير شوي دي، د هغوئي نوم، د هغوئي عقيدت، د هغوئي محبت نن هم پۀ زړونو کښې موجود دے، خلق د هغوئي مزارونو ته حاضري کوي، هغوئي ته دعاګانې کوي، د هغوئي پۀ نوم باندې محفلونه جوړيږي، هغوئي ته د عقيدت نيکې هيلې او پيرزونې وړاندې کولے شي، اخر ولې؟ ځکه چې هغوئي د الله پاک نيکان بندګان وو، دا اوليائے کرام نورو ته د دِين او د دُنيا پۀ لحاظ فائده رسوونکي وو، تاسو چې د کوم يو وليُ الله سيرت هم راواخلئ نو يوه خبره به د ټولو پۀ ژوند