Book Name:Eid Youm e Khair Khuwahi Hai
ځکه د هغوئي نه د حيا پۀ وجه ما جواب ورنکړو، اخر خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّی اللہ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ هم پخپله وفرمائيل: هِيَ النَّخْلَةُ يعنې دا د کجورې وَنه ده۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا يو حديثِ پاک مونږ واوريدو، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّی اللہ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ د يوې وَنې ذِکر وفرمائيلو، د کومې مثال چې د مسلمان پۀ شان دے او هٰغه ونه کومه يوه ده؟ د کجورې وَنه ده۔ علمائے کرامو پۀ دې ځائے کښي يوه پوښتنه پورته کړې ده، هغه دا چې د کجورې پۀ ونه کښې آخر داسې څۀ خاص خبره ده؟ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّی اللہ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ دې ته د مسلمان پۀ شان ولې وفرمائيله؟ د دې پوښتنې پۀ جواب کښې علمائے کرام فرمائي: د کجورې ونه ټول خير او ښيګړه ده، د دې هر جُز، هره يوه حصه فائده ورکوي، فائده منده ده: ٭ د کجورې د پاڼو نه چټايانې جوړيږي، د دې نه رسۍ هم جوړولے شي، مخکښې به د کجورو د پاڼو نه د ډوډۍ د پاره شکورونه هم جوړوليدل ٭ دغه شان د کجورې د پوستکي نه وور هم بليږي، مخکښې به د مالوچو پۀ ځائے دا پۀ تکيه کښې هم استعماليدله ٭ د کجورې تنه د ستنې جوړولو پۀ طور هم استعماليږي، مخکښې به دا پۀ چتونو کښې د ګاډر پۀ ځائے هم استعماليدله ٭ دغه شان د کجورې د هډوکي هم ډيرې فائدې دي، دا د څاروو پۀ خوراک کښې استعماليږي، دا چې وټکوې او استعمال يـې کړې نو پۀ طِبي طور ډيره فائده منده ده ٭ باقي پاتې شوه کجوره نو هغۀ ډيره فائده منده ميوه ده، پۀ ميوؤ کښې د ټولو نه زياته طاقتوره او زياته فائده رسوونکې ميوه کجوره ګڼلے کيږي ٭ د ساه لنډي، زړۀ، ځيګر، ګُردو، مثانې، پِتے او د کولمو پۀ بيمارو کښې کجوره ډيره فائده منده ده ٭ دا بلغم راوباسي او د خُلې نه خُشکي ختموي۔ غرض دا چې د کجورې د ونې ډيرې فائدې دي۔
دغه شان د مؤمِن بنده هم دغه شان مثال دے، مؤمِن بنده هم صرف او صرف فائده مند وي، د دۀ هيڅ نقصان نه وي۔ دا بس صرف نورو ته فائدې رسوي۔