Book Name:Eid Youm e Khair Khuwahi Hai
ځل د اختر ورځ وه، ما د اختر نـمونځ وکړو او واپس راروان ووم نو ما د خپل وخت مشهور کامِل ولي حضرت مَعرُوف کرخي رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ وليدلو، د هغوئي سره يو ماشوم هم وو، د هغۀ ويښته ګډ وَډ وو او مسلسل يـې ژړل۔ زۀ وروړاندې شوم، د کامِل ولي پۀ خدمت کښې مې سلام عرض کړو او پوښتنه مې وکړه: يا سَيِّدِي! څۀ وشو؟ دا ماشوم ولې ژاړي؟ اوئې فرمائيل: دا يو يتيم ماشوم دے، د دۀ والد وفات شوے دے، د دۀ هيڅ مددګار نشته، پۀ يو ځائے کښې يو څو ماشومان راجمع شوي وو او پۀ غوزانو يـې لوبې کولې خو د دۀ سره پيسي نۀ وي چي غوزان يـې پري اخستےوے، دي وجي نه ه يو طرف ته ولاړ وو او ژړل يـې، نو ما د ځان سره راوستو۔
حضرت سِرِّي سقطي رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ فرمائي: ما عرض وکړو: عالي جاه! دا ماشوم ما ته حواله کړئ! زۀ به د دۀ پالنه کوم۔ حضرت معرُوف کرخي رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه هٰغه ماشوم ما ته حواله کړو او ورسره يـې راته دعا هم وکړه او اوئې فرمائيل: ځۀ! دا ونيسه! الله پاک دې د دې نيک کار پۀ برکت ستا زړۀ د ايمان نه ډک کړي او تا ته دې د خپلې لارې ظاهري او باطني پيژندګلو درنصيب کړي۔
فرمائي: ما هٰغه ماشوم بازار ته بوتللو، هغۀ له مې نوې جامې واخستلې، هغۀ له مې غوزان هم واخستل او ور مې کړل، هغۀ د اختر ورځ پۀ خوشحالۍ خوشحالۍ د نورو ماشومانو سره پۀ لوبو کښې تيره کړله، چې هغۀ کله زما خوا له واپس راغلو نو ډير خوشحاله وو، ما ترينه پوښتنه وکړه: وايه کنه! د اختر ورځ دې څنګه تيره شوه؟ ماشوم پۀ خوشحالۍ باندې ووئيل: تا زما مات روغ کړو، الله پاک دې ستاسو د پاره د خپل مَعرفت (يعنې د پيژندګلو) لاره اسانه کړي۔ حضرت سِرِّي سقطي رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه فرمائي: د هٰغه ماشوم پۀ داسي ښکلو دعاګانو زۀ ډير خوشحاله شوم او زما د اختر خوشحالۍ يو پۀ دوه شوې۔ ([1])