Eid Youm e Khair Khuwahi Hai

Book Name:Eid Youm e Khair Khuwahi Hai

مسلمان زړۀ له خوشحالي ورکول دي۔ ([1]) ٭ دغه شان د مسلمانانو د دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم  رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  نه روايت دے چې د الله پاک د اخري نبي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي       صَلَّی اللہ  تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ  نه پوښتنه وشوه: پۀ اعمالو کښې د ټولو نه افضل عمل کوم يو دے؟ نبي کريم  صَلَّی اللہ  تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ  وفرمائيل: د مسلمان زړۀ له خوشحالي ورکول افضل عمل دے (او د دې طريقه دا ده چې) تۀ هغۀ له جامې ورکړې! يا پرې خوراک  وخورې او د هغۀ لوږه ختمه کړې! يا د هغۀ څۀ ضرورت پوره کړې! ([2]) ٭ يو بَل ايمان تازه کوونکے حديثِ پاک واورئ! د الله پاک رسول، رسولِ مقبول  صَلَّی اللہ  تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ  فرمائي: مَنْ وَافَقَ مِنْ اَخِيهِ شَهْوَةً غُفِرَ لَهُ څوک چې د خپل (مسلمان) ورور پۀ خواهش کښې د هغۀ موافقت وکړي، هغۀ به بخښلے کيږي۔ ([3])

 الله! الله! د رحمان د رحمت هم څومره ځانګړے شان دے، عمل څومره اسان دے او اجر پرې څومره زيات دے۔۔۔!! نن د دې خوشحالو پۀ ورځ چې هر څوک خوشحالۍ کوي، نو داسې به څوک وي کوم چې پۀ دې خوشحالو کښې شامليدل نۀ غواړي خو آه! دا ملا ماتوونکې ګراني، غريبي، يتيمي، مسکيني، زمونږه پۀ معاشره کښې چې چرته خوشحالۍ پۀ نظر راځي، څومره غريبانان به هم وي، څوک چې د نورو ښو جامو ته ګوري، نور پۀ خوشحالو ويني او پۀ زړۀ زړۀ کښې اسويلي کوي، څومره داسې يتيمانان به وي، څوک چې د نورو ماشومان پۀ نوؤ نوؤ جامو اغوستو ويني او پۀ زړۀ کښې خفه کيږي چې کاش زمونږه هم نن والد ژوندے وے، زمونږ پۀ سَر باندې هم څوک لاس کيښودلو والا وے، کاش چې چا مونږه هم بازار ته بوتلي وے او مونږ له يـې زمونږ د خوښې څيزونه اخستے وے، کاش چې چا زمونږ نه هم پوښتنه کړے وے چې زويه! د اختر د پاره دې څنګه جامې پکار دي؟ څنګه پيزار اخستل دي؟ خو افسوس چې د دې بے وَسو ملاتړ څوک جوړ شي؟


 

 



[1]... معجمِ اوسط ، جلد:6، صفحہ:37 ، حدیث:7911۔

[2]... معجمِ اوسط ، جلد:4 ، صفحہ:24 ، حدیث:5081۔

[3]... مسندِ بزّار ، جلد:10 ، صفحہ:47 ، حدیث:47۔