Book Name:Jahannam Se Chutkara Kaise Mila
د جَهنَّم اور به ئې هره ورځ اويا ځله سوزوي
اے عاشقانِ رَسُول! په دوزخ کښې به د دوزخيانو بدنونه ډير غټ غټ کړے شي، په حديث پاک کښې دي: په جَهنَّم کښې به د کافر يو يو غاښ د اُحُد د غر همره وي او د بدن څرمن به ئې د درې ورځو د فاصلے همره وي۔ ([1])
آه! د دوزخيانو دومره لوئي لوئي بدنونه! او دغه بدنونه به اور هره ورځ اويا ځله سيزي، الله پاک اِرشاد فرمائي:
كُلَّمَا نَضِجَتْ جُلُوْدُهُمْ بَدَّلْنٰهُمْ جُلُوْدًا غَیْرَهَا (پ :پارہ 5 سورۀ نساء: 56 )
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: چې کله د هغوئي پوستکي پاخه شي مونږ به هغوئي ته د هغې نه سيوا نور پوستکي بدل کړو۔
د دې آيت نه لاندې حضرتِ سَيِّدُنا امام حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې اور به هره ورځ هغوئي اويا زره ځله خوري، چې کله هُم هغه هغوئي اوخوري نو هغوئي ته به وئيلے کيږي، بيا خپل وړومبي حالت ته اوګرځئ پس هغوئي به خپل وړومبي حالت ته اوګرځي۔([2])