Book Name:Jahannam Se Chutkara Kaise Mila
(5) د چار شنبې او زيارت د ورځې روژے نيسئ!
د الله پاک د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانِ عاليشان دے: څوک چې د چارشنبې او زيارت روژے اونيسي، د هغه د پاره د جَهنَّم نه آزادي ليکلے کيږي۔([1])
په بل حديثِ پاک کښې دي: چا چې د رمضان او شَوّال روژے اونيولې، هُم دغسې چا چې د چارشنبې او زيارت روژه اونيوله، هغه به جَنَّت ته داخليږي۔([2])
(6) د مسلمان ورور حاجت پوره کول
د حضرتِ سَيِّدُنا عبدُ الله بن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُمَا نه روايت دے چې حضور نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائيلے دے: څوک چې د خپل ورور [يعنې هر مسلمان] حاجت پوره کولو د پاره لاړ شي او هغه سره همدردي اوکړي نو الله پاک به د هغه او جَهنَّم تر مينځه ووه کندې جوړې کړي، په هغي کښې به د هرې کندې د بلې نه دومره فاصله وي، څومره چې د زمکې او آسمان تر مينځه ده۔ ([3])
حضرتِ سَيِّدُنا عبدُالله بنِ عُمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُمَا نه روايت دے چې رسولِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائيلے دے: څوک چې د خپل مسلمان ورور حاجت پوره