Jahannam Se Chutkara Kaise Mila

Book Name:Jahannam Se Chutkara Kaise Mila

کړي او د خُلو نه به ئې وينې او نوونه ګډ وډ روان وي، د سختې تندې د وجهې نه به ئې ځيګرونه اوشليږي، د سترګو ګاټي به ئې په مخونو را اوبهيږي او د مخونو غوښه به ئې اوريژيږي، د اندامونو نه به ئې ويښته بلکه څرمنې هُم اولويږي، چې کله ئې هُم څرمن خرابيږي نو په بله څرمن به بدلولے کيږي۔ آه! د دوزخيانو هډوکي به د غوښې نه تش پاتې شي، د هغوئي روحونه به د هغوئي په رګونو او پټو کښې نښتي وي او رګونه به ئې د دوزخ په اور اوچ شي، هغوئي به مرګ غواړي خو مرګ به ئې نه راځي۔([1])

    يا الله د خپل خوږ حبيب صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خاطر زمونږه ايمان سلامت لرې او د جَهنَّم د عذاب او ستا د هر عذاب نه حفظ و امان راکړې۔              اٰمِین بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                     صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

دوزخ نه خلاصولو والا اعمال

      اے عاشقانِ رَسُول! يقيناً په مونږ کښې هيڅ څوک هُم د دوزخ عذابونه نه شي برداشت کولے۔ اوس مونږه ژوندي يُو، زمونږه ساه ګانې چليږي، اوس موقع ده، راځئ چې نيکئ اوکړو، جَنَّت ته بوتلونکي کارونه اوکړو، د الله او رسول د رضا حاصلولو کارونه اوکړو۔

      راځئ چې اوس د جَهنَّم نه نجات ورکوونکي يو څو اعمال واورو او نِيَّت اوکړو چې دا به باقاعده د خپل ژوند حِصَّه جوړوو۔ اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم


 

 



[1]...احیاء العلوم، جلد:5، صفحہ:721 تا722 بتغیر قلیل۔