Jahannam Se Chutkara Kaise Mila

Book Name:Jahannam Se Chutkara Kaise Mila

د بيان اوريدلو نيتونه

مُحترمو اسلامي ورونړو! ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه كوو: فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: اَفْضَلُ الْعَمَلِ اَلنِّيَّةُ الصَّادِقَةُ رښتينے نيت بهترين عبادت دے. ([1])

     اے عاشقانِ رسول! نيك او جائز كار كښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي.

     * د عِلمِ دِين حاصلولو نِيَّت اوکړئ او نور دا نيتونه اوکړئ چې * نظر به ښكته ساتم او ښه په غورسره به بيان اورم. * چې څومره كيدے شي د ډډه وهلو په ځائے به د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت د اَلتَّحِيَّات په شكل كښې كښينم * د علم زده كولو د پاره به پوره بيان اورم * د بيان په دوران كښې به د سُستئ نه ځان بچ ساتم * د خپلې اصلاح د پاره به بيان اورم * څه چې واورم نورو ته به ئې د رَسَولو كوشش كووم. اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                   صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

      پخوانو اُمتونو کښې شمعُون نومې يو نيک بزرګ وو، هغوئي ډير پرهيزګاره او طاقتور وو، د هغوئي معمول وو چې هميشه به ئې د شپې عبادت کولو، د ورځې به ئې روژه نيوله او ورسره ورسره به ئې د کافرو سره جهاد هُم کولو۔


 

 



[1]...جامع صغیر، صفحہ:81، حدیث:1284۔