Book Name:Jahannam Se Chutkara Kaise Mila
كښې يو مسلمان ته د اسلامي ژوند تيرولو څومره زبردسته فارمولا وركړے شوي ده. د نيك اعمالو رساله ميلاويدلو په بركت هغوئي ته د لمُونځ جذبه نصيب شوه او د جَمعې لمُونځ ادا كولو د پاره جمات ته حاضر شو او اوس پينځه وخته لمُونځ ګزاره جوړ شوے دے، مخ ئې هم په ګيره مباركه ښائسته كړو او د نيك اعمالو رساله كښې خانے هم ډكوي.
مدنی اِنعامات کے عامِل پہ ہر دم ہر گھڑی یا اِلٰہی! خوب برسا رحمتوں کی تُو جھڑی
نوټ: د دعوتِ اسلامي ديني ماحول كښې اوس ”مدني انعاماتو“ ته”نيك اعمال“وئيل كيږي.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د روژے مُتَعَلِّق د يو څو مدني ګلونو بيانولو سعادت حاصلووم۔
د روژه نه نيولو په اِجازت مُشتَمِل يو څو مَدَنـي ګلونه
اے عاشقانِ رَسُول! ياد ساتئ د مجبورئ ختميدو په صُورت كښې به د هرې روژے په بدله كښې يوه روژه قضا نيول لازمي وي۔
* مُسافِر ته د روژه نيولو يا نه نيولو اختيار دے. (رَدُّالْمُحْتَار ج٣ ص٤٦٢)
* كه پخپله هغه مُسافِر ته او د هغه [د لارې] ملګري ته روژه نيولو كښې ضَرَر (يعني نُقصان) نه رسي نو روژه نيول په سفر كښې بهتر دي او كه دواړو يا په هغوئي كښې يو ته نقصان رسي نو روژه نه نيول بهتر دي. (دُرِّ مُختار ج٣ ص٤٦٥)
* كه مُسافِر د ضَحْوَۀ كُبْرىٰ نه مخكښې اِقامَت اوكړو او تر اوسه ئې څه نه