Book Name:Jahannam Se Chutkara Kaise Mila
جُوړ شي. د ذيلي حلقے 12 ديني كارونو كښې يو ديني كار: 72 نيك اعمال هم دي.
اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ! شيخِ طريقت، اَمِیرِ اهلسنّت، بانئ دعوتِ اسلامي، حضرت علامه مولانا ابُوبلال محمد اِلياس قادري رضوي دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ خپلو مريدانو، طالبانو او عقيدت مندو او د ټولې دُنيا عاشقانِ رسول ته د خپلې اصلاح بهترينه نُسخه وركړې ده او هغه ده رساله: ”نيك اعمال‘‘. دا مختصره رساله د مكتبةُ المَدينه نه قيمتاً واخلئ، كه غواړئ نو د دعوتِ اسلامي د ويب سائټ www.dawateislami.net نه ئې ډاؤنلوډ كړئ او كه نوره آساني غواړئ نو په خپل موبائل كښې Naik Amaal [نيک اعمال] ايپلي كيشن ډاؤنلوډ كړئ، هره ورځ ئې ګورئ او د دې مطابق ژوند تيروئ او هره ورځ د خپلو اعمالو جائزه اخلئ. اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم د دې رسالے په بركت به مو د ګناهونو نه د بچ كيدو او د نيكو كولو ذِهن جوړ شي، د زړه پاك والے به درنصيب شي او كردار به مو ښكلے ښائسته او صفا سُتره شي. راځئ چې د ترغيب د پاره يو مدني سپرلے اورو:
د كراچئ د يو اسلامي ورور بيان دے: زمونږ د جمات امام صاحب كوم چې د دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره تعلق لري، هغوئي يوه ورځ زما مشر ورور ته د نيك اعمالو رساله په تحفه كښې وركړه، هغوئي [رساله] كور ته راوړوه، چې اوئې لوستله نو حيران پاتې شو چې په دې مختصره رساله