Jahannam Se Chutkara Kaise Mila

Book Name:Jahannam Se Chutkara Kaise Mila

تقویٰ نه مراد د الله پاک د هر قسمه نافرمانئ نه ځان ساتل او د هغه په حُکمونو عمل کول دي، او معلومه شوه چې تقویٰ دار پرهيزګار به په ورځ د قيامت د الله پاک په رحمت د جَهنَّم نه بچ کيږي او جَنَّت ته به داخليږي نو ځکه مونږ له پکار دي چې د لـمونځ قضا کولو نه ځان ساتُو، فرض روژے نيسو که زکوٰة راباندې فرض وي په وخت ئې ادا کوو، د فلمونو ډرامو کتلو سندرو او سازونو اوريدلو وغيره وغيره ګناهونو نه ځان ساتُو نو اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم دُنياوي ژوند به مو هُم ښه تيريږي او په آخرت کښې به هُم راته د مغفرت خيرات رانصيب شي۔ اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم!

(3) د الله د ويرې نه اوښکې بهيوئ!

      يو ځل يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  په بارګاهِ رسالت کښې حاضر شو او عرض ئې اوکړو: يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زه د کوم څيز په ذريعه د جَهنَّم نه نجات حاصلولے شم؟ رسولِ رحمت، شفيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د خپلو سترګو د اوښکو په ذريعه۔ عرض ئې اوکړو: هغه څنګه؟ اِرشاد ئې اوفرمائيلو: د الله پاک د ويرې نه ژاړه! ځکه چې کومه سترګه د الله پاک د ويرې اوژاړي، هغې ته به د جَهنَّم عذاب نه کيږي۔([1])

خوفِ خُدا نه د ژړيدلو عادت څنګه جوړ کړو؟

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د الله پاک د ويرې نه ژړيدلو د پاره مونږ ته پکار دي چې کله کله قبرستان ته ځُو او هلته د خپلو ګناهونو تَصَوُّر کوو


 

 



[1]...الترغیب والترہیب، کتاب التوبۃ والزہد،  صفحہ:1040، حدیث:9۔