Book Name:Jahannam Se Chutkara Kaise Mila
آه! دومره لوئي لوئي بدنونه! تَصَوُّر خو اوکړئ چې هغوئي ته به د اور څومره تکليف محسوسيږي۔ حضرتِ سَيِّدُنا اَنَـس بن مالِك رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي چې رسولِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: په دوزخيانو به ژړا مسلّطه کړے شي، هغوئي به ژاړي، تر دې چې اوښکې به ئې ختمې شي، بيا به د هغوئي د سترګو نه وِينې بهيږي، تر دې چې د هغوئي په مخونو کښې به داسې کندې جوړې شي چې که په هغې کښې کشتئ واچولے شي نو پکښې روانې به شي۔([1])
د الله پاک خوږ او آخري نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائيلے دے: لَوۡاَنَّ قَطۡرَةً مِّنَ الزَّقُّوۡمِ قُطِرَتۡ فِىۡ بِحَارِ الدُّنۡيَا لَاَفۡسَدَتۡ عَلٰى اَهۡلِ الدُّنۡيَا مَعَايِشَهُمۡ يعنې که د زَقُّوم (يعني د دوزخيانو د خوراک) يو څاڅکے که د دُنيا په سمندرونو کښې واچولے شي نو په دُنيا والؤ باندې به د هغوئي د ژوند اسباب خراب کړي [يعنې د ژوند خوند به ئې خراب کړي]۔ ([2])
جَهنَّميان به د هر خير نه مايوسه شي
د ترمذي شريف يو اُوګږد حديثِ پاک دے، د الله پاک رسول، رسولِ مقبول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّمارشاد فرمائيلے دے: په جَهنَّميانو به د لوَږې عذاب واچولے شي، پس هغوئي به خوراک غواړي نو هغوئي ته به د خوراک د پاره د اور ازغي ورکړے شي، هغه ازغي نه خو به لوَږه ختموي، او نه به څه فائده