Book Name:Jahannam Se Chutkara Kaise Mila
چې آه! زه څومره کمزورے انسان يم، يوه ورځ به زه هُم په قبر کښې خخ کړے شم، که ما له په ګناهونو ګناهونو کښې د توبه کولو نه بغير مرګ راشي او د ګناهونو سره قبر ته کوز کړے شم نو زما سره به څه کيږي۔ او بيا په ورځ د قيامت چې د ګرمئ اور به راوريږي ژبې به د تندې نه د ازغي په شان اوچې شوي وي او ملاګانې به د لوږې نه ماتيږي، د قيامت ورځ به پنځوس زره کاله وي که الله پاک په ما رحمت اونکړو نو څه به کووم، دغسې نور د آخرت احوال چې ځان ته رايادوو نو اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم د سترګو نه به مو اوښکې روانې شي، د ګناهونو نه به مو نفرت هُم کيږي او د توبه کولو توفيق به هُم رانصيب شي۔ اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم
الله پاک دِ مونږ ته د هغه د ويرې نه په اخلاص سره ژړيدل رانصيب کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
(4) د جَمعې د لـمانځه اهتمام کوئ
د صحابئِ رسول حضرتِ سَيِّدُنا اَنَـس بن مالِك رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه رِوايت دے چې تاجدارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوک چې د الله پاک د رضا د پاره څلويښت ورځې تکبيرِ اُولٰی سره د جَمعې لـمونځ اوکړي، د هغه د پاره دوه آزادئ اوليکلے شي: (1): يوه د جَهنَّم نه آزادي او (2): دويمه آزادي د نِفاق [يعنې منافقت] نه۔([1])