Book Name:Jahannam Se Chutkara Kaise Mila
عرض اوکړو: يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! دا وخت الله تعالٰى د جَهنَّم د اور تيزولو حُکم ورکړے دے۔ رسولِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: جبريل! ما ته د جَهنَّم په باره کښې اووايه! حضرتِ جبريل عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام عرض اوکړو: يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! الله پاک جَهنَّم ته حُکم ورکړو نو د هغې اور د يو زره کاله پورې تيز لـمبه کړے شو تر دې چې هغه سپين شو، بيا هغه د يو زر کاله پورې تيز لـمبه اوساتلے شو نو هغه سُور شو، بيا هغه د يو زر کاله پورې تيز لـمبه اوساتلے شو تر دې چې هغه بالکل تور شو، اوس د جَهنَّم اور بالکل تور دے، نه په هغې کښې سپرغئ رنړا کيږي او نه د هغې لـمبې وهل ختميږي او نه د هغې شُعلې مړې کيږي۔ په هٰغه ذات مې دِ قَسم وي چا چې تاسو رښتينے نبي راليږلے ئې، که د ستنې د سُوري همره هُم جَهنَّم برسيره کړے شي نو د زمکې ټول مخلوق به فنا شي، په هٰغه ذات مې دِ قَسم وي! چا چې تاسو په حق سره راليږلي ئې! که د جَهنَّم د زنځيرونو يوه کړئ د دُنيا په غرونو کيښودے شي نو هغه به ريزه ريزه شي او په زمکه به خخ شي۔ ([1])
د الله پاک رسول، رسولِ مقبول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: په جَهنَّم کښې څه ماران دي چې هغه د بُختي اُوښ د څټ په شان دي (يعنې پيړ او اُوګږده دي) د هغوئي د يو ځله چيچلو درد به څلويښتو کالو پرې محسوسيږي او په هغې کښې داسې لړمان دي کوم چې د هٰغه قچر په شان وي په کوم چې کجاوه تړلي وي هغوئي به هُم داسې چيچل کوي چې څلويښت کاله پورې به ئې تکليف محسوسيږي۔ ([2])