Jahannam Se Chutkara Kaise Mila

Book Name:Jahannam Se Chutkara Kaise Mila

سحر او ماښام جَهنَّم نه د پناه غوښتلو فضيلت

      صحابئِ رسول حضرتِ سَيِّدُنا مسلم بن حارث رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  فرمائي: د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ما ته اوفرمائيل: د سحر د لـمانځه نه پس خبرو اترو نه مخكښې دا کلِمات ووه ځله وايه: اَللّٰہُمَّ اَجِرْنِی مِنَ النَّار (يا الله ما د جَهنَّم نه بچ کړې)۔ که ته په دغه ورځ مړ شوې نو الله پاک به ستا د پاره د جَهنَّم نه امان اوليکي۔ هُم دغسې د ماښام د لـمانځه نه پس هُم دا کلِمات ووه ځله وايه: اَللّٰہُمَّ اَجِرْنِی مِنَ النَّار (يا الله ما د جَهنَّم نه بچ کړې)، بيا که ته په هُم دغه شپه مړ شوې نو الله به ستا د پاره د جَهنَّم نه امان اوليکي۔ ([1])

(2): تقویٰ اختيار کړئ!

      الله پاک په قرانِ پاک کښې فرمائي:

ثُمَّ نُنَجِّی الَّذِیْنَ اتَّقَوْا   (پ :16، سورۀ مريم: 72 )

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: بيا به مونږه ويره لرونکي بچ کړو۔

      اے عاشقانِ رَسُول! په دې آيتِ کريمه کښې وئيلے شوي دي چې په ورځ د قيامت به ټول په جَهنَّم (پُل صِراط) باندې تيريږي، هٰغه وخت به نجات هٰغه خلق حاصلوي څوک چې تقویٰ دار پرهيزګاره دي۔

      معلومه شوه چې د تقویٰ په بَرَكت د جَهنَّم نه نجات حاصليږي۔ الله پاک دِ مونږ ته تقویٰ او پرهيزګاري رانصيب کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم


 

 



[1]...ابو داؤد، کتاب  الادب ، صفحہ:793، حدیث:5079بتقدم وتآخر۔