Jahannam Se Chutkara Kaise Mila

Book Name:Jahannam Se Chutkara Kaise Mila

درجات دي، د همیشه اوسيدلو باغات دي، د جنّت نهرونه دي، دا خوش نصیبه به همیشه په جنّت کښې اوسيږي۔  ([1])

         خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! په دې آيتونو کښې د خلقو دوه قسمونه بيان کړے شوي دي:  (1):مجرمان (2):نیکان خلق۔ څوک چې به په ورځ د قیامت د رَبِّ قهّار په بارګاه کښې مُجرِم جوړ شوے پيش کيږي د هغه د پاره جهنّم دے او د نیکوکار د پاره د جنّت ابدی نعمتونه دي، آه! معلومه نه ده چې په ورځ د قیامت به زمونږ څه حال وي؟ معلومه نه ده چې نجات به حاصل کړو او که د ګناهونو په سبب به په عذاب کښې ګرفتار کړے شو۔ آه! نفس و شیطان راباندې غالِب دي، غواړو چې ګناهونه پريږدو خو ترينه نه خلاصيږو، د تَوبې طرف ته مو زړه نه مائِله کيږي، که توبه اوکړو نو استقامت پرې نه حاصلوو۔ آه! معلومه نه ده چې په ورځ د قيامت به زمونږ څه کيږي؟

جَهنَّم نه د بچ کيدلو ډير زيات کوشش اوکړئ!

      د الله پاک خوږ او آخري نبي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د جَنَّت حاصلولو د پاره پوره پوره کوشش اوکړئ او په پوره کوشش سره د جَهنَّم نه لرې اوتښتئ۔۔۔! بيشکه د جَنَّت طلبګار کله د غفلت په خوب نه اُوده کيږي، بيشکه آخرت د ناخوښو کارونو نه ډک دے (يعنې د آخرت د کاميابئ د پاره نفساني خواهشات پريښودل وي) او دُنيا د خوندونو او خواهشاتو نه ډکه ده، پس چې د دُنيا دا خوندونه او خواهشات تاسو د آخرت نه هيڅ کله غافله نه کړي۔([2])  


 

 



[1]...روح المعانی، پارہ:16، سورۂ طٰہٰ، تحت الآیۃ:74 تا76، جلد:8، صفحہ:726۔

[2]...کنز العمال، کتاب المواعظ،جز:15 ،جلد:8، صفحہ:392، حدیث:43591۔