Book Name:Jahannam Se Chutkara Kaise Mila
کړي، زه به په ورځ د قيامت د هغه د ميزان سره اودريږم، که د هغه د نيکئ والا تله درَنه وه نو ټيک ده، ګنې [يعنې که سپکه وه نو] د هغه شفاعت به کووم۔([1])
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د جَهنَّم د اور نه بچ کيدلو او جنت ته داخليدلو د پاره مونږ له پکار دي چې مسلمانانو سره همدردي اوکړو، د هغوئي په کار راشو، که چا ته د قرض ضرورت وي هغه ته د خپل وس مطابق قرض ورکړو، د خپلوانو او ګاونډيانو او غريبانو په کار راشو نو اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم الله پاک به مو په خپل رحمت د دوزخ نه بچ کړي او جنت ته به مو داخل کړي۔ اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! په قرآن و حديث کښې نور هُم ډير اعمال بيان شوي دي چې د هغې په بَرَكت د جَهنَّم د اور نه امان او جنت ته داخله نصيب کيږي، په هغې کښې يو ډير ښکلے نيک عمل تلاوتِ قرآن هُم دے۔
صحابئِ رسول حضرتِ سَيِّدُنا اَبُو هُرَيره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه رِوايت دے چې د الله پاک آخري نبي محمدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: قرآنِ کريم به په ورځ د قيامت تشريف راوړي او د تلاوت کوونکي په سفارش کښې به د الله پاک په بارګاه کښې وائي: اے ربِّ کريم! ده ته زينت [ښکلا] عطا کړې۔ چنانچه د قرآن تلاوت کوونکي ته به د کرامت تاج په سر کړے شي۔ قرآنِ کريم به وائي: : یَا رَبّ زِدْہُ [يعنې] اِلٰـهی! دا زيات کړې۔ چنانچه تلاوت کوونکي ته به د کرامت لباس واغوستلے شي، قرآنِ کريم