Book Name:Jahannam Se Chutkara Kaise Mila
په دې باندې به الله پاک ارشاد اُوفرمائي:
قَالَ اخْسَــٴُـوْا فِیْهَا وَ لَا تُكَلِّمُوْنِ(۱۰۸)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: رب به فرمائي، ذليله شوي پراته اوسئ په دې کښې او ما سره خبرې مه کوئ۔
بيا ئې اوفرمائيل: هٰغه وخت به هغوئي د هر خير نه مايوسه شي، چغې به وهي او ارمانونه او غوغا به کوي۔([1])
د دوزخيانو د عذابونو مختصره نظاره
حُجَّةُ الْاِسلام امام محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دوزخ د عذاباتو نقشه داسې پيش کوي چې: اهلِ جَهنَّم چې جَهنَّم ته غوزار کړے شي نو په داسې کور کښې به قيد کړے شي چې د هغې غاړې به تنګې وي، لارې به ئې په تِيارو کښې وي، په هٰغه دوزخ کښې به د هلاکت اسباب وي، آه! د دوزخ اور به تيز کړے شي، دوزخيانو ته به د څښلو د پاره خُوټکيدلې اوبه ورکولے کيږي، د عذاب فرښتې به ئې په ګُرزونو وهي، د دوزخيانو ښپې به د تندِي د ويښتو سره اوتړلے شي او د ګناهونو د تور والي په وجه به ئې مخونه تور شي، دوزخيان به د دوزخ نه چغې وي او د جَهنَّم داروغه حضرت مالِک عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام ته به داسې نعرے وهي: اے مالِک! په مونږه د عذاب وعده رښتيا