Jahannam Se Chutkara Kaise Mila

Book Name:Jahannam Se Chutkara Kaise Mila

(1) جَهنَّم نه د خلاصي دُعا اوکړئ!

      جَهنَّم نه بچ کيدلو د پاره وړومبے عمل خو هم دا دے چې جهنم نه بچ کيدلو د پاره د الله پاک نه دُعا اوکړے شي۔ په حديثِ پاک کښې دي، د الله پاک آخري نبي رسول، هاشمي، محمدِ عربي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوک چې د الله نه درې ځله جَنَّت اوغواړي نو جنت وائي: اِلٰـهی دې په جنت کښې داخل کړې او څوک چې درې ځله د جَهنَّم نه پناه اوغواړي نو جَهنَّم وائي: اِلٰـهی! ده ته د اور نه امان ورکړې۔([1])

      حکيم الامت حضرت مُفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک نه لاندې فرمائي: څوک چې روزانه سحر او ماښام يا په ورځ کښې هر وخت يا په ټول عمر کښې کوم وخت هُم درې ځله دا اُووائي: اللّٰھُمَّ ادْخِلْنِی الْجَنَّۃَ (اِلٰـهی! ما جَنَّت ته داخل کړې) او درې ځله دا اُووائي: اَللّٰھُمَّ اَجِرْنِیْ مِنَ النَّارِ (يا الله ما د دوزخ نه بچ کړې) نو پخپله به جنت د هغه د پاره جنت ته د داخليدلو دُعا کوي او پخپله به دوزخ د هغه د پاره د دوزخ نه پناه غواړي۔([2])

      جَهنَّم نه پناه په دې الفاظو کښې هُم غوښتے شي: يا الله ما د جَهنَّم نه بچ کړې!۔

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                       صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]...ترمذی، کتاب صفۃ الجنۃ، صفحہ:605، حدیث:2572۔

[2]...مرآۃ المناجیح، جلد:4، صفحہ:67۔