Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq

رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  فرمائي: نيکو او پرهيزګارو خلقو ته (د طعام) دعوت ورکول سُنَّت دي، په هغوئي باندې (طعام) خوړل هغوئي ته په تقویٰ او پرهيزګارئ باندې ثابت قدم اوسيدلو کښي قُوَّت ورکول دي۔ [1] خو ياد ساتئ ! په دعوت کولو کښي تَکَلُّف (يعني د تکليف اوچتولو، زياته خرچه کولو) نه بچ کيدل هُم ضروري دي، ځکه چې تَکَلُّف د قَطعِ تَعَلُّق سبب جوړيږي څنګه چې

   حضرتِ فُضَيل بِن عِياض رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: نن چې خلقو يو بل سره تَعَلُّق ختم کړے دے هغه د تَکَلُّف په وجه، که د دوئي په مينځ کښي تَکَلُّف نه وے نو آزادانه به يو بل سره ملاويدلے۔ [2]  هُم دا وجه ده چې حضرت سَلمان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: حُضُور اکرم، تاجدارِ حرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مونږ ته حُکم راکړے دے چې مونږه تکليف نه کوو او څه چې په کور کښي موجود وي د هغې وړاندې کولو نه ډډه نه کوو۔

       خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو ! حضرتِ سَيِّدُنا فُضَيل بن عِياض رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بالکل رښتيا فرمائيلي دي چې که نن مونږه خپلې معاشرے ته اوګورو نو ډير خلق به د قَطعِ رِحمي (يعني خپلوانو سره د تَعَلُّق پريښودلو) په ګناه کښي صرف په دې وجه اخته وي چې د هغوئي د پاره په دعوت کښي پُرتَکَلُّف اهتمام نه وو شوے، هغوئي ته د هغوئي د خوښې خوراکونه نه وو وړاندې کړے شوي او بيا (د بدل اخستلو د پاره) که دوئي


 

 



[1]... کیمیائے سعادت،مترجم،ص 219، مطبوعہ لاہور

[2]... کیمیائے سعادت،مترجم،ص 216، مطبوعہ لاہور