Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq

صاحب په پيروئ كښي تاسو له يوه روپئ دركووم د مټهائ د پاره، د خوشحالئ نه زما ژبه بنده شوه او ما هيڅ خبره اونکړے شوه، ځكه چې په كوم وخت كښي ما فتوٰى وركوله نو زما دا خيال وو چې معلومه نه ده فتوٰى به صحيح وي او كه نه، خو د خدائے په فضل هغه بالكل صحيح وه او بيا په هغې باندې انعام او هغه هم  دې الفاظو سرهچې زما والد صاحب په اوله فتوٰى ماله انعام راكړے وو، نو زه هم تاله په دې صحيح فتوٰى انعام دركووم،،. حق خبره دا ده چې د يو خادم دومره عزّت افزائي چې د هغې څه حد نشته او بيا ئې دا حوصله افزائي برقراره اوساتله. [1]

هغوئي نور فرمائي چې په دې سلسله كښي دا خبره هميشه ما ته ياده وي چې د طالب علمئ په زمانه كښي كله هم مونږه د روژے  مياشت په بريلي شريف كښي تيره كړي ده او په هغه چوټيانو كښي كور ته نه يُو تلي نو د اختر په ورځ چې اعلٰى حضرت څنګه خپلو عزيزانو ته د اختر پيسے ورکولې نو دغسې به ئې ما له او نورو خاصو طلباؤ لكه مولانا عبد الرشيد صاحب، مولانا شاه غلام محمّد صاحب، مولانا محمد ابراهيم صاحب، مولانا محمد نذير الحق صاحب او مولانا اسمٰعيل صاحب ټولو له به ئې د هغوئي د مرتبے مطابق عيدي وركوله. [2]

      اے عاشقان اعلٰى حضرت ! لږ غور اوكړئ چې زمونږ د امام اهلسنّت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپلو شاګردانو سره حُسن سلوك څنګه وو، څنګه ئې د خپل شاګرد زړه خوشحاله كړو او حوصله ئې ورله اوچته كړه، كيدے شي چې هُم دا وجه وه چې هغه شخصيّت (يعني


 

 



[1]... حیات ِ اعلیٰ حضرت،ج1،ص154 مطبوعہ لاہور

[2]... حیات ِ اعلیٰ حضرت،ج1،ص155مطبوعہ لاہور