Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq

حضرت مولانا محمد ظفر الدين بِهاري  رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ) چې كله (د عِلم) په فن کښي خپل کمال ته اورسيدلو نو په دُنيا كښي د مَلِكُ العُلماء يعني د علماؤ د بادشاه په لقب مشهور شو.

ياد ساتئ ! د چا په جائز او ښه كار باندې د هغه حوصله افزائي كول او د ښه كار تعريف كول د هر انسان د پاره دومره ضروري دي لكه د يو ګاډي د پاره چې پټرول ضروري وي. د دنيا د هر كامياب كس په شا (د حوصلے ورکولو د پاره) د چا لاس او د همّت وركولو ترغيب وي چې هغه ناممكنه کار هم ممكن جوړوي. د چا حوصله افزائي كول صرف دنياوي طور باندې قابلِ تعريف نه دي بلكه په شريعتِ مطهّره كښي هم د دې مثالونه ځائے په ځائے ښکاري.

      په قرانِ كريم كښي الله پاك د يو داسې قوم تعريف فرمائيلے دے چې هغوئي به د طهارت (يعني پاکئ) ډير زيات خيال ساتلو، د صحابه كرامو د عمل او د خدائے په لار كښي د هغوئي د قربانيانو په قرآن كريم كښي تعريف فرمائيلے شوے دے، حضرت ابوبكر صديق رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ د خپل كور ټول سامان د سردار دو جهان صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په قدمونو كښي قربان كړو نو ربّ كريم د هغوئي رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ د پاره سلام راوليږلو. هُم دغسې حضور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حضرت سَـعْد رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ د تير چلولو حوصله افزائي اوفرمائيله.

      خوږو اسلامي ورونړو ! د موقع په مناسبت سره حوصله افزائي كوئ چې دا د دين په معامله كښي د ډير لوئي خدمت ذريعه جوړيږي. ماشومان چې لـمونځ كوي، روژه نيسي د قران تلاوت كوي، درود پاك وائي، نعتونه اوري او وائي نو د هغوئي حوصله افزائي