Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq

ترينه تپوس اوکړو: دعوت کښي بہ راباندې څه خورئ؟ نو ماشوم چې په دواړو لاسو ئې خپله لـمن نیولی وہ، لـمن ئې خوره کړه چې په هغې کښي د مَيو دال او درې څلور مرچکي وو او اوئې وئيل: اوګورئ دال مې راوړي دي کنه ! سیِّدي اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغه په سر باندې د شَفقَت (يعني) مهربانئ لاس راښکلو او اوئې فرمائيل: ښه ده، زه او دا کس (يعني حاجي کِفايَتُ الله رَضَوِي صاحب) به صبا د ورځې لس بجے درځو، بيا ئې حاجي کِفايتُ الله صاحب ته اُوفرمائيل: د کور پته ترينه معلومه کړه۔ مختصر دا چې هغه ماشوم د خپل کور پته اوښودله او خوشحاله خوشحاله بيرته لاړلو، صبا له سیِّدي اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه حاجي کِفايَتُ الله صاحب ته اوفرمائيل: ځه چې لاړ شو، هغوئي عرض اوکړو: چرته؟ اوئې فرمائيل: هُم هغه ماشوم کره چا سره مو چې دعوت ته د ورتللو وعده کړي وه، تاسو ته د کور پته معلومه شوي دي که نه؟ عرض ئې اوکړو: جي جناب، چې کله د هغه کور خوا ته اورسيدلو نو هغه ماشوم د مخكښې نه زمونږ په انتظار کښي په دروازه کښي ولاړ وو، چې څنګه ئې سیِّدِي اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوليدلو نو (د خوشحالئ نه ئې کور ته)  منډه کړه او په زوره ئې اُووئيل: مولوي صاحب راغلو، د دروازے خوا ته يو چوپال وو اعلٰى حضرت هلته په انتظار اودريدلو، لږ ساعت پس هغه ماشوم د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ناستې د پاره يو داسې زوړ پَزَکے چې شليدلو ته نزدے وو راوړو او په شکور کښي ئې د باجرے پيړې پيړې ډوډئ راوړلې او د خاورې په لوښي کښي ئې هُم هغه د مَيو دال چې پکښې د مرچکو ټُکړې پرتې وے راوړلو او زمونږ مخې ته ئې کيښودل او اُوئې وئيل: خورئ جي !

      سیِّدِي اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اُوفرمائيل: ډيره ښه ! لږې د لاسو وينځلو د پاره اوبه