Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq

راوړه !

      ماشوم چې اوبو پسې لاړو نو حاجي (کِفايَتُ الله) صاحب اُووئيل جناب ! دا کور د نغارې يعني ډول وهلو والا دے۔ اعلٰى حضرت چې دا واريدل نو (د تقویٰ د لحاظ ساتلو په وجه) خفه شولو، په دې کښي هغه ماشوم اوبه راوړلې، سیِّدي اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ترينه تپوس اوکړو چې ستاسو والِد چرته دے او څه کار کوي؟ د دروازے د پَردے د شا نه د هغه ماشوم مور عرض اوکړو: حُضُور ! زما خاوند وفات شوے دے، هغه به په يوه زمانه کښي نغاره وَهَله، بيا ئې توبه ويستلي وه، اوس صرف دا هلک دے، دے د مزدورانو سره مزدوري کوي۔ سیِّدي اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خوشحالئ نه اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ اُووئيل او د خير او بَرَكت دعا ئې اوکړه، حاجي کِفايَتُ الله صاحب اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته لاسو ته اُوبه ور واچولې او بيا ئې پخپله لاسونه اُووِينځل او خوراک کښي شريک شولو، خو د حاجي کِفايَتُ الله صاحب په زړه کښي دا خيال راتللو چې اعلٰى حضرت خو په خوراک کښي ډير احتياط کوي او د خوراک په طور د سُوجي بِسکِټ خوري او دلته دا ډوډئ او هغه هُم د باجرے او ورسره د مَيو دال دا به څنګه خوري۔ خو قُربان د داسې ښو اخلاقو او د بل د زړه ساتلو نه چې د کوربه د خوشحالئ د پاره ئې ځان ښه موړ کړلو، حاجي کِفايتُ الله صاحِب فرمائي، ما چې تر څو پورې خوړله اعلٰى حضرت هُم مسلسل خوړله۔ د هغه ځائے نه واپسئ کښي چې د پوليس چَوکئ خوا ته را اورسيدلو نو د