Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq

موافِق نه وو خو د (هغه غريبانانو) د زړه خوشحالولو د پاره ئې اوخوړلو، دا وو اعلٰى حضرت او د هغوئي اوچت اخلاق، صحيح خبره دا ده چې د هغوئي په حُسنِ اخلاق کښي د حُضُور نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  د اخلاقِ کريمه د سُنَّتو رنړا ځليدله ځکه چې زمونږ د خوږ او کريم آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اخلاق مبارک داسې وو چې که ماشوم به وو او که بوډا به وو بے ويرې به ئې د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره خبره کوله او هُم دا عادت د سیِّدي اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هُم وو چې غريب ماشوم ورته بے ويرې دعوت ورکوي او هغه بوډئ هُم دا يقين لرلو چې دعوت به قبول کړي ځکه ئې خپل وړوکے ځوئ د هغوئي دربار ته اوليږلو چې دعوت ته تشريف راوړئ۔

تاجدار ِاہلِ سنت حضرتِ احمدرضا                     ہیں امامِ اہلِ سنت حضرتِ احمدرضا

اسوۂ حَسَنہ کا ہے اک خوبصورت آئینہ                 پیکرِ عشق و محبت حضرتِ احمدرضا

ہر عمل خود مَنْ یُطِعِ اللّٰہَ کی تفسیر ہے                                                    مُتَّبِع دین و سنت حضرتِ احمدرضا[1]

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو ! الله پاک د قرآنِ کريم په سُوْرَۀ آلِ عمران آيت نمبر 159 کښي اِرشاد فرمائي:

فَبِمَا رَحۡمَۃٍ مِّنَ اللّٰہِ لِنۡتَ لَہُمۡ ۚ       وَ لَوۡ کُنۡتَ فَظًّا غَلِیۡظَ الۡقَلۡبِ لَانۡفَضُّوۡا مِنۡ حَوۡلِکَ ۪

 (مَفهُوم) ترجمهٴ كنزُالاِيمان : نو څنګه د الله مهرباني ده اے محبوبه ! چې ته د هغوئي د پار نرم شولې او که چرې تيز مِزاج او سخت زړه والا وے نو هغوئي به ضرور ستا چاپيره پريشانيدلے۔


 

 



[1]... مناقبِ رضا، ص۹۴،شبیر برادرز لاہور