Malakul Maut ke Waqiaat

Book Name:Malakul Maut ke Waqiaat

دنيا کښې اوسيدل وي، کله چې د هغه مهلت ختم شي نو هغه به د وړاندې وروستو د تکليف برابر د مرګ تکليف تيروي۔

بيا حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام د ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام نه پوښتنه اوکړه: ما ته اووائيئ! شيطان له به مرګ څنګ راځي؟ کله چې حضرت ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام هغوئي ته د شيطان مردود د مرګ په باره کښې اووئيل نو هغوئي اووئيل: رَبِّ حَسْبِیْ حَسْبِیْ يعنې اے الله کريمه! ما له دا کافي دے، زه په دې باندې رضا يم۔

(حضرت کعب الاحبار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې دومره اووئيل نو خاموشه شو ولې) په خلقو باندې ويره خوره وه، چا ترينه پوښتنه اوکړه: اے کعب الاحبار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ! الله پاک دې په تاسو باندې رحم اوکړي شيطان له به مرګ څنګ راځي؟ حضرت کعب الاحبار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اول خو د وئيلو نه انکار اوکړو، بيا ئې اوفرمائيل: کله چې به دنيا په ختميدو وي، شپيلئ وهلو ته به بالکل نزدې وي، هغه وخت به خلق په بازارونو کښې وي، څوک به په خپل مينځ کښې خبرې کوي، څوک به په خپل مينځ کښې جګړې کوي، څوک به په [سواد] اخستو کښې مصروف وي چې ناڅاپه به يو تيز آواز راشي، د هغې د اوريدو سره به نيم خلق د بے هوشه کيدو سره راپريوځي، بيا به درې ورځې دوئي په هوش کښې نه راځي، د باقي پاتو نيمو خلقو عقل به ضائع شي او هغوئي به ليوني شي۔

اوس به لا خلق په دې حالت کښې وي چې د زمکې او آسمان ترمينځه به د تندر په شان آواز راشي، د دې سره به دنيا فنا شي۔ دا هغه وخت دے د کوم وخت پورې چې شيطان له مهلت ورکړے شوے دے، بيا به الله پاک حضرت ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام ته حکم اوکړي: اے ملک الموته! ما د وړاندې وروستو د شميرې برابر ستا مرسته