Malakul Maut ke Waqiaat

Book Name:Malakul Maut ke Waqiaat

کوونکي جوړ کړل، په تا کښې د ټول زمکې او آسمان والوو طاقت کيښودے شو، نن تا ته د غضب جامې اغوستلے شي، نن زما د غضب سره د شيطان خوا له لاړ شه او هغه ته د مرګ مزه اوښايه او تر ننه پورې چې په پيريانو او انسانانو باندې د مرګ څومره تکليفونه تير شوي دي، د هغوئي د ټولو د تکليفونو د مجموعې نه هم څو چنده زيات تکليف دې مردود له ورکړه۔

د دې سره به د دوزخ داروغه ته د دوزخ د دروازو برسيره کولو حکم اوشي، بيا به حضرت ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام د داسې ويرونکي شکل سره د شيطان خوا له راشي چې که د زمکې او آسمان والا هغوئي په دې شکل او صورت کښې وويني نو د واورې په شان به ويلې شي۔ حضرت ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام به شيطان په زور سره را اونيسي، د هغه د ګيرولو آواز به داسې ګرجدار وي چې که مشرق او مغرب والا هغه واوري نو د هغوئي عقل به کار پريږدي۔ دا هيبت ناکه نظاره چې ويني نو شيطان به تيښته شروع کړي، حضرت ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام به ورته فرمائي: اے خبيثه! اودريږه! تا چې تر ننه پورې څومره د ګمراه کولو سره دوزخ ته رسولي دي، نن به تا د هغه ټولو د تکليف برابر په تکليف کښې اخته کولے شي۔ تا څومره ډير ژوند تير کړو، څومره دې ګمراه کړل، څومره دې دوزخ ته اورسول، هغه ټول په دوزخ کښې ستا انتظار کوي، ستا مهلت ختم شو، اوس تيښته کوه! چرته به تښتې۔

هغه وخت به شيطان مردود ته د پټيدو هيڅ ځائے نه ميلاويږي، دا به د ليونو په شان کله د مشرق په لور ځي، کله د مغرب په لور ځي، کله به په سمندر کښې غوپې وهي خو چرته چې به هم ځي، حضرت ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام به ورته مخې ته ولاړ وي۔ دغه شان په