Book Name:Imam e Jafar رَحمۃُ اللہ عَلَیْہ Ki Mubarak Adatain
مخ ظاهري حصې ته اورسي نو الله پاک هغه په دوزخ باندې حرام کړي. ([1])
جی چاہتا ہے پھوٹ کے روؤُں ترے ڈر سے اللہ مگر دِل سے قَسَاوت نہیں جاتی
* رسولِ خُدا، احمدِ مجتبیٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د الله پاک څه فرښتې داسې دي د کومو ډډې چې د الله پاک د ويرې نه رپيږي، د هغوئي د سترګو نه د بهيدونکو اوښکو د څاڅکي نه يوه فرښته پيدا کيږي، کومه چې اودريږي او د خپل رَبّ پاکي بيانول شروع کړي. ([2])
ترے خوف سے تیرے ڈر سے ہمیشہ
میں تھر تھر رہوں کانپتا یا الٰہی([3])
* د دواړو جهانونو سرکار، مکي مَدَني سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د الله پاک د ويرې نه ژړيدونکے به هيڅکله هم دوزخ ته نه داخليږي، تر دې چې پئ تي ته واپس لاړ شي. ([4])
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک په شرح کښې فرمائي: يعنې څنګه چې د لوشلے شوؤ پئيو تيُونو ته واپس کيدل مـمکن نه دي هُم داسې د الله پاک د ويرې نه د ژړيدونکي دوزخ ته تلل هم مـمکن نه دي. ([5])