Book Name:Imam e Jafar رَحمۃُ اللہ عَلَیْہ Ki Mubarak Adatain
قلبِ مُضطَر کی لاج رکھ مولیٰ
یہ صدا میری چشمِ نَم کی ہے([1])
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! څوک چې د الله پاک د ويرې نه ژاړي، د هغوئي خو خپل څه ډير ښکلے شان دے، بلکې د هغوئي په وسيله په نورو هم کَرم کيږي. يو ځل سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيان فرمائيلو، د هغوئي ښکلې ښکلې خبرې يـې چې واوريدلې نو په حاضرينو کښې يو کَس په ژړا شو، دا يـې چې اوليدل نو خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: که نن ستاسو په مينځ کښې هغه ټول مسلمانان موجود وے د کومو ګناهونه چې د غرونو برابر دي نو هغوئي به د دې يو کَس د ژړا په وجه بخښلے شوے وے ځکه چې فرښتو هم د ده سره ژړل او دُعا يـې کوله چې: اے الله پاکه! څوک چې په کثرت سره ژاړي، د نه ژړيدونکو په حق کښې د هغوئي شفاعت قبول کړې. ([2]) حضرت مولانا روم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:
ھَر کُجا آبِ رَواں غُنچہ بُوَد
ھَر کُجا اشکِ رَواں رَحمت بُوَد
ترجمه: چې کله د آسمان نه باران راوريږي نو په زمکه باندې غنچې او ګلونه سپړدلے کيږي او چې کله د الله پاک د ويرې نه د چا اوښکې بهيږي نو د رحمت ګلونه سپړدلے کيږي.
جو کہ خوفِ خُدا سے روتا ہو قابِلِ احترام ہوتا ہے
جو برے خاتمے سے ڈرتا ہو قابِلِ احترام ہوتا ہے