Imam e Jafar رَحمۃُ اللہ عَلَیْہ Ki Mubarak Adatain

Book Name:Imam e Jafar رَحمۃُ اللہ عَلَیْہ Ki Mubarak Adatain

صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: زه خو پخپله ويريږم چې که د قيامت په ورځ زما جدِّ  اعلیٰ (يعنې محمد مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ) زما لاس اونيسي او دا پوښتنه رانه اوکړي چې تا زما د تابعدارئ حق ولې ادا نه کړو نو زه به څه جواب ورکووم؟ دا يـې چې واوريدل نو حضرت داؤد طائي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په ژړا شو چې امام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دومره اوچته مرتبه لرلو باوجود هم ويريږي نو زه په څه کښې شمير يم. ([1])

الله! الله! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د لويو خلقو لوئي خبرې وي...!! امام جعفر صادِق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دومره د اوچتې مرتبې هستي ده، هغوئي د اهلِ بيتو نه دے، د خپل وخت ډير لوئي امام دے، ډير لوئي عالِم هم دے، ډير لوئي ولئ کامِل هم دے، د الله پاک په بارګاه کښې دومره مقبول دے چې هغوئي دعا اوکړي نو الله پاک د هغوئي سوال قبلوي، د دې باوجود د هغوئي د عاجزئ دا حال دے چې ويريږي، د قيامت په ورځ د الله پاک او د رسولِ خدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت کښې د حاضرئ ويره په زړۀ کښې لري. کاش چې زمونږه هم دا ويره نصيب شي...!!

آه! مونږ خو هيڅ نه يو...!! شپه ورځ په ګناهونو کښې مشغول يو، ورځ مو په لوبو کښې تيره شي، د شپې د غفلت په خوب اوده اوشو، د نيکو هډو نوم هُم راسره نشته، د دې باوجود مونږه نه ويريږو، ويره نه لرو، د قيامت په ورځ به د الله پاک په بارګاه کښې حاضريږو ، د يو يو ساعت حساب به رانه اخستے شي...!! آه! څنګه به جواب ورکوو؟

ہو عرصۂ محشر میں مرا چاک نہ پردہ                                                                                        للہ مجھے دامنِ رحمت میں چھپانا

محشر میں حساب آہ! میں دے ہی نہ سکوں گا                                     رحمت نہ ہوئی، ہو گا جہنّم میں ٹھکانا([2])  


 

 



[1]... تذکرۃ الاولیاء، جلد:1، صفحہ:21 بتغیر قلیل۔

[2]... وسائلِ بخشش، صفحہ:354۔