Book Name:Faizan e Khadija tul Kubra

وو، عِلمِ دِين لا عام شوے نه وو، پۀ هغه دور کښې د حضرت خديجةُ الکبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها د پاره د دوو هستيانو د اړخ نه د سلام تحفه راغله، حضرت خديجةُ الکبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها د دواړو سلامونو جواب ورکړو خو الفاظ يـې د دواړو د پاره مختلف استعمال کړل، د الله پاک د طرف نه چې د سلام کومه تحفه راغله، د هغې پۀ جواب کښې هغې ووئيل: اِنَّ اللہَ ھُوَ السَّلَامُ.

الله! الله! هغې د الله پاک د طرف نه د سلام د تحفې پۀ راتللو دا اونه وئيل چې عَلَیْہ ِالسَّلَام (يعنې [داسې يـې اُونه وئيل چې] پۀ الله پاک باندې دې سلام وي) بلکې اوئې وئيل: اِنَّ اللہَ ھُوَ السَّلَامُ. ولې...؟ ځکه چې هغه د خپل بے مثاله پوهې او فراست، پۀ خپله عقلمندۍ، د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ فيضانِ صحبت سره پۀ دې خبره پوهيدله چې د الله پاک د سلام جواب داسې نه ورکولے کيږي، لکه څنګه چې مخلوق ته ورکولے شي، الله پاک خو د هٰغې اوچتې مرتبې والا ذات دے چې پۀ ټولو جهانونو باندې سلامتي هم هغۀ فرمائي، د هغۀ پۀ پاکو نومونو کښې يو نوم هم اَلسَّلَام يعنې سلامتيا نازل فرمائيلو والا دے. لہٰذا اللہ پاک د سلام تحفه راوليږله نو پۀ جواب کښې يـې دا اونه وئيل چې پۀ الله باندې دې هم سلامتي وي بلکې اوئـې وئيل: اِنَّ اللہَ ہُوَ السَّلَامُ يعنې الله سلامتي نازل فرمائيلو والا دے.

 سُبْحٰنَ اللہ! دا د دې خبرې دليل دے چې حضرت خديجةُ الکبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها د اِسلام پۀ ابتدائي دور کښې هم د مَعرفت (يعنې د الله پاک د پيژندګلو) اوچتې مرتبې ته رسيدلې وه.

مادرِ اوّلیں اہلِ ایمان کی                                                                                                 ہے یہ اس کی بزرگی و پاکیزگی

بَرگُزِیدَہ ہے ربِّ مُحَمَّد کی بھی                                                              عرش سے جس پہ تسلیم نازِل ہوئی

اُس سرائے سلامت پہ لاکھوں سلام

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد