Book Name:Faizan e Khadija tul Kubra

شروع کړل. ([1])

حضرت ابو رافع رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ګُل پۀ ورځ سحر نمونځ وکړو، حضرت خديجه رَضِىَ اللهُ عَـنْها د ګُل پۀ ورځ د ورځې پۀ آخرۍ حصه کښي نمونځ وکړو. ([2])

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د مسلمانانو د خوږې مور جانې حضرت خديجةُ الکبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها څومره ښکلے شان دے...!! هغې ته دا شرف حاصل دے چې هغې پۀ دُنيا کښې د اِسلام ظاهريدو پۀ وړومبۍ ورځ نمونځ زده هم کړو او ادا يـې هم کړو...!! سُبْحٰنَ اللہ!

الله پاک دې زمونږه هم د نمونځ محبت نصيب کړي. کاش چې مونږه هم نمونځ زده کړو، د نمونځ احکام، د هغې فرائض، شرائط، واجبات، سنَّت او ظاهري، باطني اداب زده کړو او کاش چې پۀ پابندۍ سره پينځه وخته نمـونځونه د جَمعې سره پۀ جومات کښې د ظاهري او باطني ادابو خيال ساتلو سره ادا کوونکي جوړ شو.

ہر عبادت سے بَرتَر عبادت نَماز      ساری دولت سے بڑھ کر ہے دولت نَماز

قلبِ غمگیں کا سامانِ فَرحت نَماز      ہے مریضوں کو پیغامِ صِحَّت نَماز

نارِ دوزخ سے بے شک بچائے گی یہ  ربّ سے دِلوائے گی تم کو جنّت نَماز

پیارے آقا کی آنکھوں کی ٹھنڈک ہے یہ قلبِ شاہِ مدینہ کی راحت نَماز

بھائیو! گر خُدا کی رِضا چاہئے           آپ پڑھتے رہیں باجماعت نَماز

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]... فتاویٰ رضویہ، جلد:5، صفحہ:83 خلاصۃً۔

[2]... معجم الكبير، باب من اسمه ابراهيم، عبيد الله بن ابى رافع عن ابيه، جلد:1، صفحہ:251، حديث:945۔