Book Name:Faizan e Khadija tul Kubra

عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم قلبِ اقدس رپيدلو نو حضرت خديجه رَضِىَ اللهُ عَـنْها هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته پوره پوره ډاډګيرنه ورکړه او عرض يـې وکړو چې پۀ الله پاک مې دې قسم وي! الله پاک به کله هم تاسو نه رُسوا کوي ځکه چې تاسو صِله رحمي کوئ، د کمزورو بوج اوچتوئ، د محتاجانو د پاره ګټئ، ميلمستيا کوئ او پۀ حق لاره کښې مشکلات برداشت کوئ.

چې کله سرکارِ عالي وقار، محبوبِ رَبِّ غفّار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله پاک پۀ حکم سره د نبوت اِعلان ووفرمائيلو، خلق يـې صرف د يو رښتوني خدائے اللهُ ربُّ العالمين د عبادت پۀ لور راوبلل نو پۀ ځائے د دې چې خلقو د هغوئي دعوت قبول کړے وے، د هغوئي پۀ اواز باندې يـې لبيک وئيلے وے، د مکے والؤ اُلټا هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم له تکليفونه ورکول شروع کړل، د هغوئي پۀ لارو کښې به يـې ازغي خپرول، آه! د هغوئي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  پۀ مبارک بدن باندې به يـې کاڼي ورول.

پۀ داسې نازک، خوفناک او سخت وخت کښې چې کومو هستو د حق پۀ اواز باندې لبيک ووئيلو او د ټولو نه وړومبے يـې د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حق د دعوت قبلولو سعادت حاصل کړو، پۀ هغوئي کښې يو ښکاره نوم * د مجسمۀ حُسنِ اَخلاق *پاک سيرت او اوچت کردار * د جُود او سخا پيکر * د صِدق او وفا مثال حضرت خديجةُ الکبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها دے. * دا حضرت خديجةُ الکبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها وه چې د پتنګانو پۀ شان پۀ هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې قربانيدله * هم حضرت خديجةُ الکبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها وه چې پۀ زنانؤ کښې يـې د ټولو نه وړومبے پۀ حُضُور اقدس صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې ايمان راوړلو او د هر سخت نه پۀ سخت وخت کښې يـې د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ملګرتيا وکړه * حضرت علامه محمد بن اسحاق مَدَني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: سيِّدِ عالَم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې به کله د کافرانو له طرفه څۀ ناخوښه خبره واوريدله او غمژن به شو نو د حضرت خديجةُ الکبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها خوا له به يـې تشريف راوړلو نو د