Book Name:Faizan e Khadija tul Kubra

نو بالکل يـې رښتيا وئيلي دي. ([1])

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! داسې ايمان پکار دے...!! د الله پاک او د خوږ رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان پۀ پټو سترګو منل پکار دي نو هله هدايت ميلاويږي، بيا کاميابي نصيب کيږي. د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پۀ الله او رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې اعتماد د ايمان حقيقت دے، د څيز ليدلو يا اوريدلو سره خو يـې هر کَس مني خو هٰغه څيز کوم چې د دۀ نه پټ وي او پۀ عقل کښې يـې نه وي، هغه صرف پۀ دې وجه منل چې هغه رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي، دا د دې خبرې دليل دے چې د دۀ پۀ زړۀ کښې اطاعت دے. نور فرمائي: رښتيا خبره خو دا ده چې د ايمان ځان خو دا دے چې د رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خبر باندې د خپلو حَوَّاسو (سترګو، غوږونو او عقل وغيره) نه زيات اعتماد لري، که مونږ پۀ سترګو وينو چې دا وخت ورځ ده او نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ووفرمائي چې دا وخت شپۀ ده نو زمونږه سترګې دروغژنې دي او نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رښتونے دے ځکه چې زمونږه سترګې پۀ زرګونو کرته غلطي کولے شي خو د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان چرې هم غلط نه وي. ([2]) چا شاعر څۀ ښکلي وئيلي دي:

اگر شاہ رَوْزِ رَا گَوْیَد شَبْ اَسْت اِیْں                                              بَیَایَد گُفَتْ اِیْں کَہْ مَاہ و پَروِیْں

د شعر مفهوم: که بادشاه د ورځې ووائي چې دا شپه ده نو وئيل پکار دي: آؤ جي! دا وګورئ! ستوري سپوږمۍ ښکاري.

الله پاک دې زمونږه د سَيِّده خديجه رَضِىَ اللهُ عَـنْها فيضان نصيب کړي، مونږ له پکار دي چې د هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْها پاک سيرت پخپله هم ولولو او خپل کور والؤ خاص طور د


 

 



[1]... مستدرک، کتاب معرفۃ الصحابۃ، جلد:4، صفحہ:5، حدیث:4463۔

[2]... تفسیر نعیمی، پارہ :1، سورۂ بقرہ، زیرآیت :3، جلد:1 صفحہ:128-129 ملتقطاً۔