Book Name:Faizan e Khadija tul Kubra

مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئي نوم حسن کيښودو. ([1]) هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دومره ښائسته وو چې حضرت عبد الله بن زبير رَضِىَ اللهُ عَـنْها به وئيل: پۀ الله پاک مې دې قَسم وي! يوې زنانه هم د حضرت حسن رَضِىَ اللهُ عَـنْها پۀ شان (ښکلے) ماشوم نه دے زيږولے. ([2]) د الله پاک آخري نبي، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د هغوئي سره ډير محبت فرمائيلو، هغوئي به يـې پۀ خپلو مبارکو اوګو کښينولو، پۀ روايت کښې دي: يو ځل خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغوئي پۀ خپلو مبارکو اوګو کښينولي وو نو يو صاحب عرض وکړو: نِعْمَ الْمَرْکَبُ رَکِبْتَ یَا غُلَام برخورداره! ستا سورلۍ خو ډيره ښکلې ده. خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ووفرمائيل: وَنِعْمَ الرَّاکِبُ ہُوَ او سورلۍ خو هم څومره ښه ده. ([3])

 د هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ډير فضيلتونه دي * امامِ حسن او امامِ حُسين رَضِىَ اللهُ عَـنْهما د جنّتي ځلمو سرداران دي ([4]) * خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئي پۀ باره کښې ووفرمائيل چې دا پۀ دُنيا کښې زما ګل دے. ([5]) * پۀ يو ځائے کښي يـې ووفرمائيل: اے الله! زۀ د دۀ سره محبت کووم تۀ هم د دۀ سره محبت ووفرمائې ([6])  * اعلیٰ حضرت، امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نقل کوي: وړومبے غوثِ اعظم پخپله حضور امامِ حسن رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وو او پۀ مينځ کښې صرف شيخ عبدُ القادر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او پۀ آخره کښې به حضرت امام مهدي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وي. ([7])


 

 



[1]... سوانح کربلا، 92۔

[2]... سُبل الْہُدیٰ، بعض فضائل آل رسول اللہ ...الخ، الباب الحادی عشر...الخ، جلد:11،صفحہ:69۔

[3]... ترمذی، ابواب المناقب...الخ، صفحہ:858، حدیث:3790۔

[4]... ترمذی، ابواب المناقب...الخ، باب مناقب ابی محمد الحسن...الخ، صفحہ:855، حدیث:3775۔

[5]... مسند بزار، جلد:9، صفحہ:111، حدیث:3657۔

[6]... ترمذی، ابواب المناقب...الخ، صفحہ:858، حدیث:3791۔

[7]... فتاویٰ رضویہ، جلد:28، صفحہ:392۔