Book Name:Faizan e Khadija tul Kubra

ده، مونږه ډير د وړوکوالي نه سلام کوو او جواب ورکوو، پۀ يوه اِسلامي معاشره کښې خو دا د معمول خبره ده، د دوو مسلمانانو د ملاقات پۀ وخت وئيلے کيدونکې جملې هم سلام وي. خو افسوس! نن ډير داسې مسلمانان دي چې ورله پۀ صحيح طريقه سلام کول او د هغې جواب ورکول هم نه ورځي. څوک سَامَ لَیْکَم وائي، څوک سَلَامَ لَیْکَم وائي، څوک څۀ وائي او څوک څۀ...!!

او که څوک بَل څوک د چا پۀ ذريعه سلام راوليږي نو د هغې جواب پۀ کومو الفاظو ورکول دي، د دې خو ډيرو خلقو ته پته نشته. که څوک راشي او ووائي چې فلانکي پۀ تا سلام وئيلے دے نو د هغې پۀ جواب کښې عموماً هم وَعَلَیکُم ُالسَّلَام وئيلے شي. پۀ بهارِ شريعت کښې دي: (چې کله درته څوک د چا سلام راورسوي نو د هغې) جواب داسې ورکوئ چې مخکښې هغۀ رارسوونکي ته د هغې نه پس هغۀ ته چا چې سلام راليږلے دے يعنې دا دې ووائي: وَعَلَیْکَ وَعَلَیْہ ِالسَّلَام. ([1])  

دا هم ياد ساتئ چې د سلام پۀ جواب کښې به دا الفاظ هغه وخت وئيلے شي چې کله سلام راليږلو والا او رارسولو والا دواړه نارينه وي که دواړه زنانه وي نو داسې دې ووئيلے شي: وَعَلَیْکِ وَعَلَیْھَا السَّلَام که راليږلو والا نارينه او رارسولو والا زنانه وي نو داسې دې ووئيلے شي: وَعَلَیْکِ وَعَلَیْہ ِالسَّلام او که چرې د دې اُلټا وي يعنې راليږلو والا زنانه وي او رارسولو والا نارينه وي نو داسې دې ووئيلے شي: وَعَلَیْکَ وَعَلَیْھَا السَّلَام.

صرف يو بيان کښي اوريدلو باندې په دې نۀ شو پوهيدلے او نۀ يـې ساتلے شو، ډيره مشکله خبره ده، دا خبرې به باقاعده مونږ ته زده کول وي، هله به راته بيا دا يادې هُم وي، ځکه به مونږ ته د دې خبرو زده کولو د پاره وخت ويستل وي، ظاهره ده د وخت


 

 



[1]... بہارِ شریعت، حصہ:16، جلد:3، صفحہ:463۔