Book Name:Faizan e Khadija tul Kubra

مور جانه يعنې زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وړومبۍ کور ودانې محترمه ده.

دا خبره هم هر يو مسلمان له ياد ساتل پکار ده چې زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ټولې يولس پاکې بيبيانې وې، دغه پاکو بيبيانو ته اُمَّهَاتُ المُؤمِنِين يعنې د مسلمانانو مئيندې وئيلے شي. الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائيلي دي:

اَلنَّبِیُّ اَوْلٰى بِالْمُؤْمِنِیْنَ مِنْ اَنْفُسِهِمْ وَ اَزْوَاجُهٗۤ اُمَّهٰتُهُمْؕ-   (پارہ:21،سورۂ احزاب:6)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: دا نبي د مسلمانانو د ځانونو نه زيات د هغوئي مالک دے او د هغه بيبيانې د هغوئي ميندې [موريانې] دي.

معلومه شوه چې زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زمونږه د ځانونو زمونږ نه زيات مالِک دے او د هغوئي پاکې بيبيانې زمونږه د ټولو ايمان والؤ مئيندې دي.

اہلِ اِسلام کی مادرانِ شفیق                                                                بانُوانِ طہارت پہ لاکھوں سلام([1])

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د الله پاک د آخري نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عمر مبارک 25 کاله وو چې کله هغوئي حضرت خديجةُ الکبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها پۀ خپله نکاح کښې قبوله کړه. د هغې کُنيت: اُمِّ قَاسِم دے. د هغې د ټولو نه مشهور لقب: الکبریٰ دے. هغۀ ډيره پاکبازه، ډيره د همت والا، د اوچتې حوصلې والا، عزت داره، اعلیٰ نسب لرونکې او ډيره عقلمنده زنانه وه، د هغې د اعلیٰ صفتونو او کمالونو څومره ښکلے شان دے...!! چې د جاهليت پۀ زمانه کښې به هم هغۀ د طَاهِرَه (يعنې پاکه زنانه) او


 

 



[1]... حدائق بخشش، صفحہ:310۔